د لاسونو سپينولو لپاره کورنی ماسک

 

که د لاسونو له غنمرنګ او یا تور رنګ راضي نه یئ او غواړئ سپين او روښانه لاسونه ولرﺉ، د کیلې او مستو دغه کورنی ماسک چې په لیکنه کې یې تاسې ته درپېژنو، وکاروﺉ.

د دې ماسک دنده: د لاسونو سپينول، مرطوبول او نرم ساتل دي.

کړنلاره: یوه دانه کیله، نیمه پياله تروې مستې سره مکس کړﺉ او وروسته لږ څه ګلیسرین هم د دغه مخلوط سره کډ او لامده شویو اوړو په څير یې چمتو کړﺉ.

همدا چمتو شوي مواد د لاسونو پر شا او ګوتو ووهئ، بیا یې د ١٥ دقیقو لپاره پرې پرېږدﺉ. وروسته مو لاسونه د ګرمو اوبو سره ووینځئ.

د ماسک کارولو وروسته به تاسې هرو مرو د لاسونو سپينوالی او روښانتیا ووینئ.