
ليکنه: مدثر دعوت
د ابو دبۍ ۱۰ اووريز ليګ ۱۵مه لوبه د بنګلا ټايګرز او ابودبۍ لوبډلو ترمنځ وه.
د لوبي پچه ابو دبۍ لوبډلي وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
بنګلا ټایګرز لوبډلي په پوره ۱۰ اوورونو کي په ۳ ويکټو ۱۳۰ منډي هدف وټاکی.
روسو په ۲۱ توپونو ۴۴ او انډري فليچر په ۱۶ توپونو ۴۲ منډي وکړې.
د ابو دبۍ لپاره لاټلینګ ۲ او ډيلانګ يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ابو دبۍ لوبډلي د ۱۳۰ منډو هدف لپاره تيز پيل وکړ خو قيس احمد د لوبي د ګټلو چانس ورنکړ.
قيس احمد په ۲ اوورونو کي ۳ ويکټي واخيستې يوازي ۸ منډي يې ورکړې پداسي حال کي چي هيټريک يې د ويکټ ساتونکي له لوري د نه سټمپ په خاطر ميس سو.
د ابو دبۍ لپاره اویشکا ۵۱ او رايټ شل منډي وکړې.
د بنګلاټايګرز لپاره قيس احمد ۳ ،ټیساراپريرا ۲ او ويس يوه يوکټه ترلاسه کړه.
لوبه بنګلاټايګرز لوبډلي د ۲۷ منډو په توپير وګټله.
د لوبي د سټايلش لوبغاړي جايزه قيس احمد ته ورکول سوه او د غوره لوبغاړي جايزه فليچر وګټله.
بنګلاټايګرز لوبډلي په ۴ لوبو کي ۲ ګټلي او يوه يې بايللې چي د جدول په دويم مقام کي ځای لري خو اوبو دبۍ لوبډلي په ۴ لوبو کي يوه ګټلې او د جدول اووم ځای کي قرار لري.