د قربانۍ فلسفه

لیکنه: مریم ستانکزۍ
قرباني يو ډول عبادت او د اسلام له شعايرو څخه دی چې د نورو عبادتونو په پرتله ځانګړی فضيلت لري او خدای ج ته د نږدېوالي لامل کېږي.
قرباني کول د ادم ابوالبشر څخه شروع شوه کله چې دوه زامن يې هابیل او قابیل يو پسه او يو اندازه غنم د قرباني په نيت خدای ج ته وړاندې کړل, د هغه وخت په دود کله چې د اسمان څخه تندر د هابیل په قرباني ولوېده او هغه يې وسوځاوه چې دا د قرباني د قبلېدو نښه وه, په دې ډول د هابیل قرباني ومنل  شوه او د قابیل قرباني ونه منل شوه.
وروسته له هغه ټولو پيامبرانو همدا کار کاوه خو د وخت په تېرېدو سره قرباني خرافاتي بڼه خپله کړه, د جاهليت په وخت کې به چې کفارو قرباني وکړه په وينه باندې به يې کعبه رنګوله او يو اندازه غوښه يې پر کعبې ځوړنداوله تر څو خدای ج هغه ومني.
خو اسلام د قرباني لپاره ځانګړی حرمت وټاکه او هغه قربانيانې چې نه يې نوم او نه يې نښان درلوده, باطلې کړې.
په اسلام کې قرباني په څو ډوله تر سره کېږي:
لومړی ډول قرباني چې د حج په مراسمو کې پر حاجيانو واجب کېږي, هر حاجي بايد پسه, اوښ يا غویی قرباني کړي.
دويم ډول قرباني چې د حج کفاراتو پورې اړه لري, د هغو اعمالو لپاره چې د احرام په وخت کې يې ترسره کړي وي, قرباني ورباندې کېږي.
درېيم ډول هغه قرباني چې د نذر اخيستلو په صورت کې واجب کېږي لکه د يو ناروغ د روغېدو لپاره دوعا وکړي او هغه ښه شي بايد قرباني وکړي.
څلورم ډول قرباني چې مستحب ده د لوی اختر پر ورځ پرته له حاجيانو پر عام وګړو هم قرباني لازميږي چې په عربي کې ورته اضحيه وايي, دغه اضحيه د حاجيانو لپاره څلورو ورځو پورې او د عام وګړو لپاره درې ورځو پورې وي.
د حج په سوره کې 37 ايت کې ويل شوي د قرباني غوښه او وينه خدای پاک ته نه رسيږي خو ستاسې تقوا هغه ته رسيږي هغه نږدېوالۍ چې په قرباني سره د خدای ج او قرباني کوونکي تر منځ رامنځته کېږي.

وروستي مطالب