د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د کوربه روسیې په بریا سره پیل شوې 

د فوټبال نړیوالې شورا فدراسیون یا فیفا د فوټبال نړیوال جام ۲۰۱۸ م کال سیالۍ د کوربه لوبډلې روسیې او سعودي عربستان په سیالۍ سره پیل شوې، چې پکې سعودي عربستان د روسیې څخه بدترینه ماته وخوړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي پرون ماښام پیل شوه او پکې روسیې لوبډلې د سعودي خلاف ۵ ګولونه ترسره کړل، خو سعودي عربستان لوبډله تر پایه پورې د هیڅ کوم ګول په وهلو بریالۍ نشوه.

 د ۲۰۱۸ م کال د فیفا د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ورسیې په کوربه توب سره ترسره کیږي، چې پکې ۳۲ لوبډلو ګډون کړی دی.

 د فیفا د رسمي ویب پاڼې د معلوماتو له مخې د سبا ورځې په ۳ لوبو کې به د A ګروپ څخه مصر د یوروګوايي، B ګروپ څخه موراکو د ایران او پرتګال د هسپانیې سره د لوبې په ډګر کې مخامخ شي.

  د فوټبال نړیوال جام دا سیالۍ به د ۳۲ ورځو لپاره د راتلونکې جولايي میاشتې تر ۱۵ مې نېټې پورې دوام وکړي او پکې به اتلې لوبډلې ته د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو جایزه هم ورکړل شي.

همدا راز ویل شوي، دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته به د ۴۰ میلیونه او نورو ټولو ګډونوالو لوبډلو ته به د دوه نیم میلونه امریکايي ډالر جایزه ورکړل شي.

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ