فبروري 27, 2021

د فوټبال ملي لوبډلي ځوان روزونکي خپله دنده نوره هم وغځوله!

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي ځوان روزونکي انوش دستګیر خبر ورکړ، چي د افغان ملي لوبډلي سره یې خپل تړون د یوه کال لپاره نور هم وغځاوه.
انوش دستګیر پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي د افغان ملي لوبډلي سره به د ۲۰۲۱م تر جولای میاشتي پوري یو ځای وي او د دې لوبډلي د روزني دنده به پر مخ وړي.
هغه لیکلي:

«ګرانو دوستانو لکه څنګه چي تاسو خبر واست د افغان فوټبال ملي لوبډلي سره زما تړون د ۲۰۲۰م تر جولای میاشت پوري وو، اوس دا تړون یو کال نور هم وغځېد. زه هڅه کوم په راتلونکو مهمو سیالیو کي خپل مسئولیت په ښه ډول ادا کړم.»

هاخوا بیا افغان فوټبال فدراسیون وايي، چي ملي لوبډله ئې په حساسو شرایطو کي ده، چي د ۲۰۲۲م نړیوال جام ته د لاري پيداکولو او د ۲۰۲۳م د آسیا ملتونو کپ مهمي سیالۍ په مخ کي لري.
فدراسیون وايي د کرونا ویروس له خپراوي څخه د مخنیوي له امله او په لوبو کې د ځنډ په وجه، په داسي حساسو شرایطو کي د فوټبال د روزونکي بدلون اړین نه بولي.
انوش دستګیر دوه کاله مخکي په ۲۰۱۸م کي د فوټبال ملي لوبډلي د مشر روزونکي په توګه ټاکل سوی وو او د فوټبال فدراسیون په خبره، چي د ملي لوبډلي لپاره ئې د پام وړ لاسته راوړني لرلي دي.
افغان فوټبال فدراسیون وايي، د کرونا ویروس تر پای ته رسېدو وروسته به ملي لوبډله خپلو راتلونکو مهمو سیالیو ته د چمتوالي په موخه د بیلابیلو هیوادونو سره دوستانه سیالۍ ترسره کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب