د سنګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او انګلستاني کلب لیورپول تکړه بریدګر مسلمان لوبغاړي سعدیو ماني د خپل هیواد سنګال سره د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه ۴۵ زره یورو نغدي مرسته وکړه.
د افغانستان په ګډون د نورو هیوادونو ترڅنګ سنګال هم هغه هیواد دئ، چي د کرونا ویروس پیښي پکښي ثبت سوي او د سنګال هیواد خلګ ئې اندېښمن کړي.
په تیرو څو ورځو کي سنګال کي په کرونا ویروس د اخته کسانو ۲۷ پيښي ثبت سوې، چي له ډلي ئې دوه تنه مړه هم سول.
سعدیو ماني یو له هغه لوبغاړو څخه دئ، چي هر وخت د خپل هیواد د وګړو سره په بیلابیلو برخو کي مرستي کوي.
دا مسلمان لوبغاړی اوس د ۲۷ کالو دئ، چي د خپل هیواد سنګال ملي لوبډلي ترڅنګ متز، ردبول زالتسبورګ، ساوت همپټون او لیورپول کلبونو کي لوبېدلی.
هغه اوس هم په انګلستانۍ لوبډله لیورپول کي لوبیږي او د یاد هیواد لپاره په ډېرو لوبو کي خورا ګټور تمام سوی.
هغه د لیورپول لپاره په ۱۰۰ لوبو کي تر دې دمه ۵۰ ګولوهني کړې.
د نړۍ قوي د فوټبال کلب ریال ماډریډ غواړي د فوټبال په راتلونکو پړاونو کي خپلي لوبډلي وپيري.
معلومات ښي، چي ریال ماډریډ به هغه شاوخوا په ۱۲۰ میلیونه یورو خپلي لوبډلي ته د لیورپول لوبډلي څخه واخلي.
فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم
Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي