د غوښې په خوړلو کې د اعتدال لپاره باید دغه خواړه ورسره وخوړل شي!

طبیعي خبره ده چې په لوی اختر کې د غوښې خوراک په بېلابېلو ډولونو سره زیاتېږي، او د بې پروایي په صورت کې د انسان روغتیا زیانمنوي، چې د انسان په بدن کې د کولیسټرولو او د وینې فشار کچه لوړوي.
غوښه د ډېرو ګټو څخه برخمنه ده، چې پرته له شکه د روغتیا لپاره تر ډیره اړینه ده، خو دا هم باید هېر نه کړو چې هر څه کې باید میانه رويي او اعتدال وساتل شي.
د ډېرې غوښې خوړلو له امله په بدن کې د یورک ایسډ او بندونو ستونزې زیاتېږي، او په خوله کې د غوښې زیات ژوول د غاښونو ناروغي هم رامنځه کوي، د دې تر څنګ ځينې داسې خلک هم شته چې د غوښې خوراک سره مینه لري، او خپلې ناروغۍ له پامه غورځوي. نو د ده لپاره چې د غوښې په خوړلو کې مو اعتدال ساتلی وي، او هم ژر پرې ماړه شو، نو دلته مو ځينې لارښوونې کړي:

۱ـ د غوښې خوړلو سره په خوراک کې مو سلاد/ سبزي خوړل عادت وګرځوئ، ځکه چې په سبزۍ کې شته وېټامینونه او منرالونه د بدن سلامتیا ساتي، او زموږ د بدن کولیسټرولو کچه هم ورسره نورمال وي. د دې سربېره د سابو او ترکارۍ خوراک انسان د خیټې ناروغۍ، قبضیت او معدې ستونزو څخه ژغوري.

۲ـ د غوښې خوړلو څخه مخکې یو یا دوه بادرنګه له پوستکي سره یې وخورئ، ځکه چې بادرنګ خیټه ژر ډکوي، نو ستاسو به د غوښې خوړلو لپاره به معدې کې ځای لږ وي، او ژر به د مړښټ احساس وکړئ. په همدې د مستو او په سلاد کې د ځينې نورو سبزیو خوړل لکه: رومیان، مولۍ، او لیمو په مرسته یې د هاضمې سیسټم فعالېږي.

۳ـ د سبزیجاتو ترڅنګ د غوښې سره باید مېوې هم وخوړل شي، ځکه چې تازه میوه د انسان بدن ته انرژي ورکوي، او په ډېرو مېوو کې فایبر وي چې د هاضمې سیسټم فعالوي.

وروستي مطالب