فبروري 27, 2021

د عامي روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د کرونا ویروس څخه روغ شو!

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت خبر ورکړی، چي د عامي روغتیا د وزیر فیروز الدین فیروز د دوهم ټیسټ پایله منفي راختلې.
د عامي روغتیا وزارت له لوري خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي ډاکټر فیروز په مکمل ډول روغ دی او ډېر ژر به بیرته خپلي دندي ته راستون سي.
د وزارت په اعلامیه کي راغلي:
‹‹خوشبختانه د ډاکټر فیروز الدین فیروز دوهم ټیسټ منفي وخت، څه وخت مخکي چي ښاغلی فیروز په کرونا ویروس اخته شوی وو په خپل کور کي تر ښه قرنطین وروسته روغ شو، د هغه صحت اوس د اندېښنې وړ ندی او ډېر ژر به خپلي دندي ته ستون شي.››
د تیري اپرېل میاشتي په ۲۷مه نېټه ډاکټر فیروز الدین فیروز په کرونا ویروس اخته شوی وو او په همغه ورځ یې ټیسټ مثبت ختلی وو.
ډاکټر فیروز الدین فیروز د قرنطین په مهال له خپله کوره ټولي روغتیایي ادارې اداره کولې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب