د عالیه بټ او اجي دیوګن فلم له نن څخه يوه مياشت وروسته خپرېږي!

د بالیووډ نړۍ دوه نامتو ستورو( عالیه بټ او اجي دیوګن) د ګانګوبای ګاټیاواري Gangubai kathiawadi په نامه نوى فلم، د جولای میاشت په ۳۰ نېټه ریلېز کېږي.

د دې فلم کیسه واقعي ده، چې د هند په یوې مافیايي ښځې پورې اړوند کېږي.

ګانګوبای ګاټیاواړي له ماشوم توبه په بدو کارونو روږدي کېږي، او وروسته ترې د هند په کچه یوه لویه مافیا جوړه شي. د دې فلم په مرکزي رولونو کې عالیه بټ د ګانګوبای په نامه ښځې رول ادا کړی، او اجی دیوګن د داوود ابراهیم په رول کې راښکاره شوی دى.

نوموړی فلم د سنجی لیلا بنسالي په ډایرکټرۍ، د عالیه بټ په پروډیسرۍ، د حسین زایدي نومې لیکوال پر کیسه چمتو شوی دى، چې د چمتو کولو په برخه کې د شاهرخ خان پروډیکشن هم ونډه اخیستې.

عالیه بټ او اجی دیوګن له ګانګوبای فلم څخه وړاندې په بل فلم کې چې ډایریکټري یې ایس ایس راجا مولي کوله، هم سره یو ځای په مرکزي رولونو کې راڅرګند شوي وو، چې د نوموړو فلم به په پراخه کچه د لیدونکو پام ځانته واړوي.

څه موده مخکې د عالیه بټ، اجی دیوګن او رام چرن د تیلګو سینما بل فلم چې د ار ار ار(RRR ) په نامه دى، او د نړۍ په ۱۰ هندي او نړیوالو ژبو ژباړل شوی لکه: تامل، تیلګو، کناډا او نورو ژبو ریلیز خبرونه هم خپاره شول، او داسې ویل کېږي، چې د (ار ار ار) فلم له ریلیز څخه مخکې یې ۳۲۵ کروړه روپۍ وګټلې، چې دا د نوموړو اداکارانو لپاره یوه غوره خبر ګڼل کېږي.

دا چې د ګانګوبای فلم به څومره د مینوالو خوښ شي، او تر جوړ شوي مصرف څخه به څومره لوړې کچې باندې روپۍ وګټي، دا خبره به له نن څخه يوه میاشت وروسته چې ګانګوبای فلم ریلېز شي، څرګنده شي.