د عادل رشيد د مينوالو لپاره بد خبر!

ليکنه: مدثر دعوت
د انګلستان کريکټ لوبډلي ليګ سپينر توپ اچوونکی عادل رشيد د ۲ مياشتو لپاره د هرډول کريکټ څخه منع سو .
عادل رشيد د نړيوال جام په لړ کي د اوږې زخم پيدا کړی وو او ترهغه وروسته بیا د انګلستان په کورني ليګ ويټالټي بلاسټ کي ولوبیدی خو ډاکترانو ورته نور د لوبو کولو اجازه ورنه کړه.
د ۲ مياشتو په لړ کي چي د انګلستان څه لوبي دي عادل رشيد ترې محرومه ده که څه هم اړتيا ورته لیدل کيږي.

د عادل رشيد د اوږې زخمونه ډير شديد وه نو ځکه د استراحت په منظور د کريکټ څخه استراحت ورکړل سو.
عادل رشيد وايي زه به تر ۲ مياشتو وروسته يوځل بيا کريکټ ته ادامه ورکړم.
دده په وينا چي د نيوزلینډ په وړاندي نومبر میاشت کي سيريز لپاره به رک روغ يم او ډير زيات تمرينات به مي کړي وي.
عادل وايي ما د انګلستان لپاره تر ۱۰ کلونو ډير کريکټ کړی خو تر اوسه پوري دومره نه وم زخمي سوی.

انګلستان د عادل رشيد په شتون کي د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام اتلولي وګټله چي رشيد پکښې ډير مهم رول ولوبوی.

وروستي مطالب