هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

د طالبانو ځينې قوماندانان او واليان د طالبانو له لاسه خطر سره مخ دي

پاکستان، روسيه او ايران د جګړې رهبري نويو روزل شويو طالب قوماندانانو او سرګروپانو ته سپاري، دغه کسان بايد دوی ته خورا مخلص، له سولې سره مخالف او له روسيې سره اډيالوژيکه ستونزه ونه لري.

تازه مالومات دا دي چې وړمه ورځ په کندوز کې د طالبانو په ځان‌بولي والي ملا سلام د بل طالب له لوري بريد شوی او دی په‌کې شديد ټپي شوی دی. ملا سلام د منځنۍ کچې په طالبانو کې يو بانفوذه او قوي طالب دی، خو دا کس ځينو نويو رامخکې شويو طالب مشرانو د ځان له‌پاره ګواښ بللی و، نو ځکه خو يې له مخې د ايسته کولو هڅه وکړه.

د طالب اورپکيو دا خپلمنځي هدفي وژنې وروسته له هغه يو ځل بيا زور اخلي چې یو شمیر طالب قوماندانان غواړي له روسیې او ایران سره خپله مستقيما رابطه جوړه کړي. روسيه، پاکستان او ايران درې واړه په دې لټه کې دي چې وفادار ياغيان دوی ته په نږدې سيمو کې ځای پر ځای کړي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې د طالبانو په ليکو کې ژور بدلونونه راوستل کېږي. دا بدلونونه د پاکستان، روسيې او ايران په خوښه دي، نوي کسان د جګړې رهبرۍ ته رامخکې کېږي، ترڅو د دوی ګټې ورخوندي کړي.

روسيه هڅه کوي چې په شمال کې د خپلې خوښې طالب قوماندانان او سرګروپان ځای پرځای کړي، دا کسان بايد د دوی روزل شوي او د دوی ګټو ته پوره وفادار وي.

ايران په دې هڅه کې دی چې په فراه، نيمروز، هرات، هلمند او ځينو نورو سيمو کې خپل کسان چې د دوی پلانونه عملي کړي، ځای پر ځای کړي.

پاکستان بيا د خپل ځان غم اخيستی، په ځينو سيمو کې د خپلو ګټو له‌پاره طالبان ځينې پخواني او ځينې نوي جګړه مار قوماندانان په دندو ګماري او خپلې ګټې پرې تضمينوي.

هغه مالومات چې له ځينو طالب مشرانو څخه سرخط تر لاسه کړي، په‌کې ويل شوي چې پاکستان د جګړې رهبري نويو روزل شويو طالب قوماندانانو او سرګروپانو ته سپاري، دغه کسان بايد پاکستان ته خورا مخلص، له سولې سره مخالف او له روسيې سره اډيالوژيکه ستونزه و نه لري.

همدا وړمه ورځ سرخط ته په کندهار کې ځينو قومي مشرانو ويلي وو چې د دوی سيمو ته نوي طالب قوماندانان ورغلي چې په هغه سيمه او ولايت پورې اړه نه لري، ټول د نورو ولايتونو دي.

اوس د طالبانو خپلمنځي لانجې او ناندرۍ هم زور اخلي، ځينې پخواني قوماندانان چې په مطلق ډول يې په جګړه کې مالي ګټې نغښتې وې، اوس به سخته وي چې ميدان دې پرېږدي، خو دوی به هڅه وکړي چې د نورو يا نويو رامخکې شويو طالبانو په مټ يې له مخې چپ کړي.

د دې څه ښه بېلګه څو ورځې وړاندې د هلمند د لښکرګا برید يادولای شو چې پر ملا عبدالرحیم باندې وشو. دا د طالبانو ترمنځ د شدیدې جګړې زګنال وو.

ځينې طالبان قوماندانان دا کار ځکه کوي چې له روسیې او ایران سره خپله مستقیما رابطه پيدا کړي، لومړي لاس ګټې وټې ته کښېني.

امنيتي سرچينې وايي، همدا وړمه ورځ په کندوز کې د طالبانو په ځان‌بولي والي ملا سلام د بل طالب له لوري بريد شوی چې په‌کې شديد ټپي شوی دی.

ملا سلام د منځنۍ کچې په طالبانو کې يو بانفوذه او قوي طالبدی، خو دا کس د نويو رامخکې شويو طالب مشرانو له‌پاره يو ګواښ و، نو ځکه خو يې له مخې څخه د ايسته کولو هڅه وشوه.

که څه هم په دې ډول به د پاکستان ځينې مخلص ملګري په نښه شي، خو مهمه دا ده چې يو طالب به د بل طالب پر ضد وکارېږي، ترڅو هر يو خپل بادار خوښ وساتي.

طالب مشران وايي، داسې ښکاري چې يو ځل بيا طالبان وېشل شوي دي، نو په همدې بنسټ کېدای شي، ډېری طالب قوماندانان د خپلو ملګرو له‌خوا ترور شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */