د طالبانو په اړه د شاهد افریدي څرګندونې

TO GO WITH "Cricket-Pakistan-Afridi" FOCUS by Shahid HASHMI This photograph taken on December 30, 2014, shows Pakistani al-rounder Shahid Afridi as he attends a local event in Karachi. If fan following was a yardstick of greatness in cricket, Pakistan's colourful all-rounder Shahid Afridi would probably be ranked his country's greatest ever player. Ever since he hit a 37-ball hundred in only his second one-day international -- against Sri Lanka in Nairobi in 1996 -- Afridi has been a cult figure in Pakistan. AFP PHOTO/ Asif HASSAN (Photo credit should read ASIF HASSAN/AFP/Getty Images)

 

نوموړي د سه شنبې په ورځ د اګسټ په ۳۱ مه ویلي چې طالبانو مثبت ګام واخیست او دوی ښځو ته د کار اجازه ورکړه.

وسله والو طالبانو د اګسټ په ۱۵ مه چې د زمري له ۲۴ مې نېټې سره سمون خوري له پنجشیر پرته په ټول افغانستان وکله ټینګه کړه.

طالبانو ظاهراَ اعلان کړی، چې ښځینه کولای شي، د پخوا په څېر د اسلامي چوکاټ په رڼا کې خپلو زده کړو او کارونو ته دوام ورکړي.

اوس شاهد افریدي د دوی د دې چارې ستاینه کړې او دا یې د دوی یو مثبت ذهنیت بللی دی.

هغه دغه څرګندونې په یو خبري کنفرانس کړي دي او ویډیو یې خپره شوې ده.

 

ملتان سلطان لوبډله؛ شاهد افریدی راتلونکي پړاو پي‌اېس‌اېل کې نه اخلو!

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو ۶ پړاوونه ترسره شوي دي، چې په ټولو کې شاهد افریدی لوبېدلی دی.

شپږم پړاو کې دی له ملتان سلطان لوبډلې سره و.

نوموړي ویلي چې ۲۰۲۲ کې به د ده وروستی پړاو پي اېس اېل وي او له دې وروسته ښایي له لوبو سره مخه ښه وکړي.

افریدي د پاکستان لپاره له لوبو سره پخوا مخه ښه کړې؛ خو د نړۍ په مخلتفو سوداګریزو لیګونو کې د یو وتلي پښتون الراونډر په توګه شتون لري.

په ۲۰۱۶ کې چې د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې پیل شوي په لومړي پړاو کې یې شاهد افریدی د پېښور زلمي لوبډلمشر و.

له دې وروسته دی د لوبډلې له مالک جاوید افریدي سره یو څه وران شو او دی بیا د کراچۍ لوبډلې ته ولاړ، په دې وروستیو کې بیا له ملتان سلطان لوبډلې سره ولوبېد.

د نوموړي یو انځور سره کرېک اېنفو وېب پاڼې لیکلي، چې شاهد افریدی وایي، ښایي دا یې وروستی پي‌اېس‌اېل وي، چې ترسره به یې کړي.

افریدي ویلي چې راتلونکي پړاو کې به دی د کوېټې لوبډلې په ګټه ولوبېږي او ملتان سلطان ورته ویلي چې راتلونکي کې له دوی سره نه دی.

د شاهد افریدي عمر او لوبې؛

شاهد افریدی چې ۴۱ کاله عمر لري په لومړیو کې د یو بالر په صفت لوبډلې ته راغلی و؛ خو وروسته په توپوهنه کې خورا وځلېد او نوم یې په توپوهنه کې خورا مشهور شو.

دی له کرېس ګېل وړاندې په شپږیزو کې مخکښ و؛ خو کرېس ګېل ترې دا میدان یوړ.

افریدي په ۱۹۹۶ کې د پاکستان لپاره نړیوالې لوبې پیل کړې او تر ۲۰۱۸ کال پورې د پاکستان لپاره ولوبېد.