د طالبانو نوی دریځ: د ترکيې په ناسته بیا غور کوو

طالبان وایي، قطر کې د سولې پر خبرو او ترکیه کې پر جوړېدونکي ناستو له سره غور کوي.

طالب ویاند ذبیح مجاهد وايي٬ د قطر او ترکیې ناستې په تړاو يې مشران له سره غور کوي او دا به ورسته مالومه شي چې څه ډول پرېکړه کوي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې په دې ټوله پروسه باندې له سره غور روان دی او وروسته به مالومه شي چې موږ څه ډول تصمیم نیسو.

په ورته وخت کې په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوی وايي، دوحه کې خبرې په ټپه ولاړې دي او د ترکیې د ناستې برخلیک لپاره انتظار باسي.

یاد پلاوي زیاته کړې چې تر دې مهاله په قطر کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې په ټپه ولاړي دي، خو په خبره یې چې موږ د استانبول د ناستې د برخلیلک لپاره انتظار باسو.

د ترکیې د ناستې نېټه، د روانې اپرېل میاشتې ۲۴مه ټاکل شوې ده، کوربه هېواد، ملګرو ملتونو او افغان حکومت ورته چمتووالی نیولی، خو طالبانو له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر جو بايډن د امریکايي سرتېرو د وتلو نېټه وځنډوله، وویل، تر هغې چې بهرني ځواکونو په افغانستان کې شتون ولري، نو طالبان به په هغو ناستو کې چې د افغانستان په تړاو په کې پرېکړې کېږي، ګډون ونه کړي.

په ورته وخت کې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن افغانستان او بلجیم ته خپل وروستی سفر ګټور بللی دی.

نوموړي په څو ټویټ پیغامونو کې افغانستان او بلجیم ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی او زیاته کړې یې ده چې متحده ایالات او ناټو به له وتلو وروسته هم د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې دوی به د هر ډول ګواښ پر وړاندې بیدار اوسي.

بلینکن دغه راز زیاته کړې چې دوی په سیمه کې د خپلو ګټو تعقیب او ساتلو ته دوام ورکوي او طالبان هم د خپلو ژمنو پر وړاندې مسوول دي.

انټوني بلینکن ټینګار کړی دی چې د افغانستان راتلونکې بلاخره د افغانانو په لاس کې ده خو په خبره یې، امریکا به د تلپاتې تعهد او مشارکت پر بنسټ د افغانستان ملاتړ دوامداره وساتي.