د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی د سولې پروسه زیانمنولای شي

د ولسي جرګې غړي وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرول د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کولی شي.
د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، چې د اختر په ورځو کې بشپړ اوربند نه و تامین او په ځینو سیمو کې امنیتي پېښو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د خپلو خبرو په دوام وویل چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ته دې ادامه ورکړي.
د نوموړي په خبره د تاوتریخوالي د ډېرېدو په صورت کې طالبان د سولې خبرې له ځنډ او خنډ سره مخ کوي او د بېګناه افغانانو د وژل کېدو سبب ګرځي.
د ولسي جرګې ځینو غړو هم نیوکه وکړه چې د حکومت لخوا هم د سولې لپاره اړین اقدامات او هڅې نه ترسره کېږي او دې هر څه د خلکو ژوند ته خطرونه جوړ کړي دي.
په یاد امتیازي ساعت کې د ولسي جرګې غړو د وزیرانو د سرپرستي دوام هم غیر قانوني یاد کړ او له حکومت یې وغوښتل، چې په دې تړاو باید ژر تر ژر وزیران د باور رایې اخیستلو په موخه ولسي جرګې ته معرفي کړي او هغه، چې لا یې هم د باور رایه نه ده ترلاسه کړې؛ باید له دندې ګوښه او پر ځای یې نوي وزیران معرفي کړل شي.
دوی د ولسي جرګې پر ادارې پلاوي هم نیوکه وکړه چې د سرپرست وزیرانو پر وړاندې قانوني اقدام نه کوي او په دې برخه کې بې پروا دي.
د ولسي جرګې غړي په طالبانو په داسې حال کې نیوکه کوي، چې یادې ډلې تر بل هر وخت تاوتریخوالی ډېر کړی او یواځې د روژې میاشت کې یې نږدې ۸۰۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.