د طالبانو د نوي حکومت مشر د م، م د امنیت شورا د بندیزونو په لست کې شامل دی

طالبان نن سه شنبه د خپل حکومت کابینه اعلان کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې ملا محمد حسن اخند د «اسلامي امارت» رئیس الوزرا‌ء، او ملا غني برادر یې لومړی مرستیال دی.

د طالبانو د نوي حکومت مشر محمد حسن اخند د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو په لست کې شامل دی.

په نوي حکومت کې ملا امیر خان متقي د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټاکل شوی او د ملا عمر زوی ملا محمد یعقوب د دفاع سرپرست وزیر ټاکل شوي دي.

سراج الدین حقاني د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټاکل شوي دي.

دا ټول کسان د «طالبانو د اسلامي‌ امارت» مهم اشخاص دي.

د دغو کسانو د اعلان پر مهال د کوم بهرني هېواد استازي هلته موجود نه وه او نه هم په رسمي مراسمو کې دا کسان اعلان کړل شول.

د «اسلامي‌ امارت د کابینې نور وزیران په لاندې ډول دي‌:

ملا هدایت الله بدري‌ د ماليې سرپرست وزیر، مولوي نور الله منیر د پوهنې سرپرست وزیر، ملا خیر الله خیرخواه د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر، قاري دین محمد حنیف د اقتصاد سرپرست وزیر، مولوي نور محمد ثاقب د حج او اوقافو سرپرست وزیر، مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلي سرپرست وزیر، ملا نورالله نوري د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر، ملا محمد یونس اخوندزاده د کلیو او پراختیا سرپرست وزیر، شیخ محمد خالد د دعوت ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر، ملا عبدالمنان عمري د فوائد عامې سرپرست وزیر، ملا محمد عیسی اخوند د معادنو او پترولیمو سرپرست وزیر، مولوي عبدالطیف منصور د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر، ملا حمیدالله اخندزاره د هوايي چلند سرپرست وزیر، مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتو او تکنالوژۍ سرپرست وزیر‌ او خلیل الرحمن حقاني د کډوالو او بېرته ستنېدونکو سرپرست وزیر دي.

طالبانو په خپلې نوې کابینه کې د «ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت زیات کړی دی،‌ په مخکني حکومت دا وزارت نه و.

په دې سربېره ملا عبدالحق وثیق د افغانستان د استخباراتو، محمد ادریس د افغانستان بانک مشر، احمد جان احمدي د چارو د ادارې سرپرست مشران ټاکل شوي دي.‌

همدغه راز شیر محمد عباس ستانکزی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او مرکچي و، د بهرنیو چارو وزارت معین ټاکل شوی دی او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ټاکل شوي.

وروستي مطالب