د شپې لخوا د زنجفیلو د چای څښلو ګټې!

ژباړه

د زنجفیل په اړه د ویلو زیات څه شته، خو د مري لند پوهنتون څېړونکو تازه ویلي چې يه زنجفیل کې د تېښتې ګټور غوړي او تند ترکیبات، دقیقا هماغه څه دي چې بې سارې ګټې یې جوړوي.

باید پوه شو چې د زنجفیل چای په لوړه کچه وېټامین سي او امینه اسدونه، همدارنګه کلسیم، سوديم، فاسفر او نور ګټور عناصر لري.

د وینې د قندو کنټرول سره مرسته

د اسټرېس له منځه وړلو کې مرسته

د مغذې موادو په جذب کې بدن سره مرسته

د معدې درد کمول

د مثانې د تحریک منلو سندروم کمولو کې مرسته

د وزن کمول

د سرطاني حجرو پر وړاندې د بدن پياوړي کول

د خوړو د هضم سره مرسته

د معدې د ځوښې زیاتول

د الزایمر پر وړاندې ساتنه

د تنفسي سیسټم د التهاب څخه مخنیوی او د التهاب رغول

د ارتروز له کبله د التهاباتو ښه کول

د میاشتنۍ ناروغۍ په جریان کې د دردونو له منځه وړل

څنګه د زنجفیل چای چمتو کړو؟

د اړتیا وړ توکي؛

اوبه: یوه پياله / ٢٠٠ ملي لېټره

زنجفیل: ٣٠٠ ګرامه د یوې ګټې ريښې معادل

د ترش لیمو اوبه: نیم لیمو

شات: یوه د چای خوړلو قاشغه

کړنلاره:

یوه پياله اوبه جوش کړﺉ، مسي لوښی غوره دی. کله چې اوبه په جوش راغلې زنجفیل ور زیات کړﺉ او د شلو دقیقو لپاره یې وايشوﺉ.

وروسته اور مړ کړﺉ او لس دقیقې یې پرېږدﺉ. وروسته چای صاف او نیم تريو لیمو ور اضافه کړﺉ. همدارنګه یو قاشغه شات هم پکې حل او ويې څښﺉ.

د دې چای د څښلو مناسب وخت؛

د ورځې دوه ځلي، سهار او ماښام له ډوډۍ خوړلو وروسته دا چای وڅښﺉ. دا کړنه ١٥ ورځې تر سره کړﺉ.

بیا د یوې اونۍ لپاره دا چای څښل بند کړﺉ او له دې مودې وروسته یې بیا پيل کړﺉ.

کوم وخت باید د دې چای له څښلو ډډه وکړﺉ؟

د زنجفیلو چای د هغو وګړو لپاره چې د شکر یا فشار صد درمل کاروي، نه توصیه کېږي. دا درمل باید د ګیاهي درملو سره مصرف نشي. پر دې سربېره اومېندواره او شیدې ورکوونکو مېرمنو ته هم د دې چای سپارښتنه نه کېږي.