سپورټ کورنی کرکټ

د شپږیزې کريکټ لیګ د اکټوبر په ۵مه نېټه په کابل کې پېلېږي.

سمیع الله درانی

د افغانستان د کورني سوداګریز کرکټ ( شپږیزه) لیګ شپږم پړاو ۱۳ ورځې وروسته پېلېدونکی دی.

مخکې هم کرکټ بورډ او هم نړیوالو کرکټ وېب سایټونو خبر ورکړی و، چې دا لیګ به د روانې یعنې سپټمبر په ۲۶ مه نېټه ترسره شي، چې یواځې دوه ورځې ورته پاتې کېدې؛ خو کرکټ بورډ د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دا لیګ اکټوبر پنځمې نېټې ته وځنډېد.

د ځنډېدلو علت به یې هم د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل وي، ټاکنې د سپټمبر په ۲۸ مه نېټه د شنبې په ورځ کېدونکې دي.

دغه لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې د زونونو په استازولۍ لوبېږي، چې د ختیځ زون څخه سپن غر لوبډله، د مرکزي زون څخه کابل بازان، د جنوب ختیځ زون څخه مِس عېنک اتلان، د منځني زون څخه بند امیر ښاماران، د جنوب لویدیځ زون څخه بُست ساتونکي او د شمالي زون څخه د امو نهینګان لوبېږي.

دا لیګ په ۲۰۱۳ م کال کې د افغان کرکټ بورډ له خوا په کابل کې تاسیس شو، چې لومړی پړاو یې سپین غر پړانګانو لوبډلې وګاټه؛ دا مهال دې لیګ کې پنځه لوبډلې ولوبېدلې.

دوهم پړاو چې ۲۰۱۴ م کال کې ترسره شو، مِس عېنک لوبډلې یې اتلولي وګټله.

دریم پړاو په ۲۰۱۵ م کال کې ترسره شو، چې سپین غر یې اتلولي وګټله او کابل بازان ټیم ته یې په ۵ وېکټو ماته ورکړې وه.

څلورم پړاو ۲۰۱۶ م کال کې کابل بازان لوبډلې وګاټه او مِس عېنک ته یې ماته ورکړه.

پنځم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ په ۲۰۱۷ م کال کې ترسره شو، چې اتلولي یې د بند امیر ښامارانو وګټله.

سږ کال به بند امیر لوبډله له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

دا لیګ دولس ورځې دوام کوي او په کابل کې به د اکټوبر په ۵ مه نېټه پیل شي او همدې میاشتې تر ۱۷ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

لوبغاړي او لوبډلې یې

بند امیر لوبډله کې راشدخان، مجیب الرحمن، جاوېد احمدي، فرید ملک، عمران جنت، افسر ځاځی، ناصر جمال، عظمت الله عمرزی، ظاهر زړګی، شوکت زمان، نجات مسعود، حیات الله، باطن شاه، فطرت الله خاورې، نوید عبید، ضمیر خان، عثمان عادل، رفت الله او قسیم اوریاخېل.

کابل بازان لوبډله

اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، سمیع الله شینواری، حمزه هوتک، وقار سلام خېل، یوسف ځاځی، یونس احمدزی، وحید الله شفق، محمد سردار، طاهر عادل، عمران میر، عبدالله مزاری، عبدالرحمن، عېدالمالک، عبدالباقي، محمدالله، باختر اتل او عبدالله عادل.

سپين پړانګان لوبډله

شفیق الله شفق، نجیب الله ځدران، سعید شیرزاد، نجیب ترکی، شاهدالله کمال، حمید حسن، ظاهرخان، کریم صادق، وفادار مومند، عبدالواسع، شبیر نوري، ناصر توتاخېل، نواز خان، بهیر محبوب، اسحاق ځاځی، تمیم سرخرودی، انعام الله، اصف موسی زی او شمس الرحمن کړوخېل.

بُست ساتونکو لوبډله

ګلبدین نایب، قېس احمد، حشمت الله شهیدي، دروېش رسولي، دولت ځدران، ضیاءالرحمن، مسلم موسی، نثار وحدت، خېبر عمر، فضل الحق، سید نصرت قریشي، بهار علي شینواری، وقارالله اسحاقزی، صدام منګل، ناصر عمر، فرهاد مومند، ذاهد صاحبزاده او نورالحق ملکزی.

امو نهینګان لوبډله

مېروېس اشرف، شاپور ځدران، رحمت شاه، عثمان غني، ابراهیم ځدران، غمی ځدران، اکرام علي خېل، روښان بارکزی، عبدالرحیم منګل، فضل ځاځی، ضیاءالرحمن شریفي، فرمان الله، عارف خان دولتزی، منیر احمد، ضیاءالحق فرماني، جمعه ګل میاخېل، ننګیالی، پرویز امین او پروېز ملکزی.

مِس عېنک لوبډله

محمد نبي عیسی خېل، شرف الدین اشرف، رحمان الله ګربز، احسان الله جنت، فضل نیازی، نوین الحق، طارق ستانکزی، نورعلي ځدران، یمین احمدزی، فرهان ذاخېل، رحمت الله سهاک، شفیق الله غفاري، ذاهد الله، عابدالله تڼیوال، ضیاءالحق عیسی خېل، رحمان الله ځدران، نور احمد، نجیب ستانکزی او زوهېب زمانخېل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی