د کرکټ نړۍ پياوړی توپ وهونکی او د شپږیزو ماسټر ویسټ انډیزی کریسټپر هینري ګیل د اسټرالیا د کورني بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی دی.
د پاکس سپورټز ڼړیوالې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې کریس ګیل، چې د کرکټ په ډګر کې د توپ وهنې یو خطرناک لوبغاړی شمیرل کیږي، په دغه لیګ کې به د ملبرن رینیګیډز لوبډلې په ګټه ولوبیږي.
د بیګ باش په دغه ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلو کې د کرکټ پیاوړو لوبغاړو ته د لوبیدو چانس وي، چې دا ځل پکې د افغانستان څخه هم دوه لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل او راشد خان هم ګډون کړی دی.
د ملبرن رینیګیډز هغه لوبډله ده، چې پکې د اسټرالوي لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل، ویسټ انډیزی ډیرن براو هم لوبیږي او اوس یې د ملاتړ په موخه کریس ګیل هم ور ورسید.
کریس ګیل د بیګ باش په تیر پړاو سیالیو کې اسټرالوۍ ژورنالیستې ته د سپکو خبرو په کولو سره په دغه لیګ کې د سیالیو بندیز سره مخ شوی و، خو یو ځل بیا دغه لیګ کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی دی.
ویسټ اڼدیزي کریس ګیل په دې وروستیو کې د بنګله دیش کرکټ پریمیر لیګ سیالیو په وروستۍ لوبه کې د ۱۶ شپږیزو په ترسره کولو سره په ۶۹ بالونو ۱۴۶ منډې جوړې کړې او د رانګپور رایډرز لوبډله یې د اتلولۍ جام خپلولو ته ورسوله.
د کرکټ دا ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ، چې د تیر ۲۰۱۷ م کال د ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه پیل شوې دي؛ د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ میاشتې تر ۴ مې نیټې پورې دوام وکړي.
د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم
Advertisements سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده. تر ستړي مشي ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي