Advertisements
کلتور او هنر له نړۍ

د شيخ زايد بن سلطان مسجد؛ هغه چې کفار یې هم سیل ته ورځي

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د شیخ زاید بن سلطان مسجد د نړۍ د لویو او ښکلو مسجدونو په ډله کې راځي، چې له مسجدالحرام وروسته درېیم لوی مسجد بلل کېږي. دغه مسجد ته ځکه د شیخ زاید بن سلطان نوم ورکړل شوی، چې د اماراتو بنسټ اېښودونکی (شیخ زاید بن سلطان آل نهیان) د دغه مسجد په شمالي برخه کې دفن شوی دی.

د شیخ زاید مسجد په رسمي ډول په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې د روژې مبارکې په میاشت کې پرانیستل شو.

که څه هم چې مساجدو ته د هغه کسانو داخلېدل معنع دي، چې د اسلام مبارک دین یې نه وي منلی، خو د شیخ زاید په مسجد کې دغه څه استثنا دي او په ورځني ډول لسګونه غربي ښځې او نارینه په داسې حال کې له دغه مسجد څخه لیدنه کوي، چې د احترام په خاطر یې خپل سرونه پوښلي وي.

په دغه مسجد باندې ټول ټال دوه میلیارده او ۱۶۷میلیونه امارتي درهمه لګښت راغلی.

ویډیو؛

د شیخ زاید مسجد په کلي ډول (۴۱,۲۲۲) متره مربع پراخوالی لري، چې پر یو وخت د (۴۰۹۶۰) زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

دغه مسجد (۵۷) بېلابېلې ګنبدې او څلور لوی منارونه لري، چې لوړوالی یې تر (۱۰۶) مترو پورې رسېږي.

د مسجد فرش د ایراني هنرمندانو لخوا جوړ شوی، چې (۷۱۱۹) متره مربع پرخوالی لري.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران