فوټبال نړیوال کرکټ

له شهزاد وروسته سمیع الله شینواری را میدان ته شو

د افغانستان د کورني کرکټ دویم پړاو «لیست ای» سیالیو کې د سپین غر لوبډلې لپاره د شهزاد محمدي وروسته په دویمه سیالۍ کې سمیع الله شینواري د سلیزې په جوړولو سره سپین غر زون لوبډلې ته بریا ورکړه.

 د غازي امان الله خان په نوم دویم پړاو «لیست ای» سیالۍ د ۶ زونونو لوبډلو په ګډون د روانې جولاي میاشتې د ۱۰ مې نېټې څخه د تیرې سې شنبې په ورځ پیل شوې دي، چې پکې سپین غر لوبډلې په خپلو لمړیو دوه مسلسل سیالیو کې بریاوې خپلې کړې دي.

 په دغه سیالیو کې د سپین غر زون لوبډلې په ګټه په لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ کې د میس عینک خلاف لوبډلمشر شهزاد محمدي د سلیزې ۱۴۳ منډو وروسته په دویمه سیالۍ کې ‌د بوسټ زون لوبډلې پر وړاندې سمیع الله شینواري لار تعقیب کړه.

 د افغاانستان کرکټ بورډ او کرک انفو نړیوالې ویب پاڼې د معلوماتو پر اساس د غازي امان الله خان د زونونو په کچه دویم پړاو «لیست ای» لوبې به د روانې جولای میاشتې تر ۲۷ مې نيټې پورې دوام وکړي او وروستۍ سیالۍ به یې په ژوندۍ بڼه هم خپرې شي.

 د هر هېواد د رسمي لیګ سیالیو ترڅنګ د «لیس ای» کرکټ سیالۍ هم هغه مهمې او ارزښتناکه لوبې شمیرل کیږي، چې د کورني کرکټ د پرمختګ لار جوړوي او ملي لوبډلو ته د لوبغاړو انتخاب اسانه کوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی