د شهزاد لوبډله د مجيب د لوبډلي سره د پايلوبي لپاره زور ازمايي.

ليکنه: مدثر دعوت
د ۱۰ اووريز ليګ پايلوبي ته مراټا عربینز لوبډله ولاړه خو د شهزاد او مجيب لوبډلي خپل زور او بخت سره ازمايي.
د مجيب الرحمن قلندرز لوبډلي د مراټا لوبډلي څخه لوبه بایلوله خو په دويم کواليفایر کي ورته چانس سته.
د شهزاد لوبډلي ډيکن ګلاډياټورز بيا په ايلميناټور لوبډلي کي د قيس احمد بنګلاټایګرز لوبډلي ته ماته ورکړه او دويم کواليفایر ته يې لار پيدا کړه.

اوس که د شهزاد يا مجیب لوبډله لوبه ګټي نو پایلوبي ته به ځي.
په الميناټور لوبه کي د شهزاد لوبډلي ټاس وګټی او د قيس احمد لوبډلي ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.
بنګلاټايګرز لوبډلي په پوره ۱۰ اوورونو کي ۱۰۷ منډي وکړې.

د بنګلاټايګرز لپاره روسو ۵۵ او سوري ۲۵ منډي وکړي.
د ګلاډياټورز لوبډلي لپاره کاټرل ۲ او فواد احمد يوه ويکټه واخيسته.
ګلاډياټورز لوبډلي د ۱۰۸ منډو هدف پوره کولو لپاره غوره پيل وکړ.
محمدشهزاد ۲۸ او لاورينس ۳۳ منډي وکړې.
د بنګلاټايګرز لپاره قيس احمد ۲ ويکټي همدارنګه کيوين،پريرا او رضا يوه يوه ويکټه واخيستله.

لوبه ګلاډياټورز لوبډلي په ۵ ويکټو وګټله او کواليفایر ته يې لاره پيدا کړه.
همدا اوس د ګلاډياټورز او قلندرز لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده، ګلاډياټورز ټاس وګټی او توپوهنه کوي.

هره لوبډله چي لوبه ګټي د مراټا عربینز سره به پایلوبه کوي.




وروستي مطالب