د شهزاد تيزي لوبي لوبډله بريا ته ورسوله.

ليکنه: مدثر دعوت
د ۱۰ اووريز ليګ ۱۴مه لوبه د ډيکن ګلاډياټورز او قلندرز لوبډلو ترمنځ وه.
قلندرز لوبډلي ټاس وګټی او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.
د ګلاډياټورز لوبډلي په پوره ۱۰ اوورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ۱۲۹ منډي هدف وټاکی.
د ګلاډياټورز لپاره شهزاد چټکه لوبه وکړه،۶ شپږيزي او ۳ څلوريزي يې ووهلې چي په ۲۱ توپونو ۵۷ منډي سوې.

ورپسې شين واټسن ۳۰ منډي وکړې.
د قلندرز لوبډلي لپاره ګارټن ۳ او جوردن يوه ويکټه ترلاسه کړه خو مجیب الرحمن په ۲ اوورونو کي ۲۶ منډي ورکړې او ويکټه يې ترلاسه نکړه.
د ۱۲۹ منډو هدف لپاره قلندرز لوبډلي ښه پيل ونکړ.
تر ټولو ډيري منډي ورته ۴۹ ډيويډ ملان وکړې ورپسې سالټ ۲۵ منډي وکړې.
د ګلاډياټورز لپاره پولارد او کټينګ يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
قلندرز لوبډلي په ۱۰ اوورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ۱۰۴ منډي وکړې.

لوبه ګلاډياټورز لوبډلي د ۲۴ منډو په توپير وګټله.
د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه محمدشهزاد ته ورکړل سوه.

نن شپه دوې نوري لوبي هم دي.
چي يوه يې اوسمهال د نارترن واريورز او ډيلي بولز ترمنځ ده.

او بله پر ۰۸:۳۰ بجې د بنګلا ټايګرز او ټيم ابو دبۍ ترمنځ ده.
په دواړو لوبو کي افغان لوبغاړي سته.

کرکټ بورډ وايي، تېرو دریو میاشتو کې یې له ۱۰۰ زیاتو شکایتونو ته رسیده‌ګي کړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د چارو د لا ښه والي، د لا ډېر شفافیت د رامنځته کولو، ستونزو ته د رسیدګۍ او د ټولو ... نور ولولئ