د شل اوریزکرکټ په تاریخ کې هند د درېیم ځل کوچنی هدف وړاندې کړ

 

د هندوستان لوبډله چې نسبتا پیاوړې لوبډله ده، د سریلانکا پر وړاندې په درې شل اوریزو لوبو کې دوه د یو پر وړاندې ماته وخوړه.

دې لوبډلې له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا درې کمزوري هدفونه وړاندې کړي، چې یو یې تېره شپه د جولای په ۲۹ د سریلانکا خلاف وړاندې کړ.

په ۲۰۰۸ کې یې د اسټرالیا پر وړاندې ۷۴ منډې هدف وړاندې کړی و، دا لوبه د اسټرالیا په مېلبورن کې شوې وه.

په ۲۰۱۶ کې یې د نیوزیلېنډ پر وړاندې د هند په ناګپور سیمه کې ۷۹ منډې هدف اېښی و.

او په ۲۰۲۱ کې یې د سریلانکا پر وړاندې درېیمه شل اوریزه لوبه کې ۸۱ منډې هدف اېښی و.

 

لومړۍ شل اوریزه لوبه هند په ۳۸ منډو ګټلې وه، دویمه سریلانکا په څلور وېکټو وګټله او درېیمه لوبه هم سریلانکا په ۷ وېکټو وګټله.

 

درېیمه شل اوریزه لوبه او د سریلانکا بریا

هند د ټاس په ګټلو سره توپوهنه وکړه، دې لوبډلې د سریلانکا د توپ اچونې مقابله ونشوه کولای، په شل اورونو کې یې د ۸ وېکټو په نقصان سره د کولډیپ یداف د ۲۳ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۸۱ منډې وکړې او سریلانکا ته یې ۸۲ منډې هدف ورکړ.

په دې لوبه کې د هند لپاره راتوراج کېګواډ ۱۴ منډې، شېکردوان په صفر اوټ شو، دېفدت پاډیکل ۹ منډې، سنجو سمسن په صفر، نېتېش رانا ۶ منډې، بونېشورکومار، ۱۶، راهول چهر ۵، چکرورتي په صفر او چیټن شکریا په ۵ منډو ناټ اوټ پاتې شو.

وانېنډو هسرنګا په ۴ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او څلور هندوستاني لوبغاړي یې وسوځول.

سریلانکا یاد هدف د پنځلسم اوور په درېیم توپ پوره کړ او هند ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

د هند لپاره یواځې راهول چهر په ۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخیستې.

له دې سره سریلانکا ته د هند سفر پای ته ورسېد، له دې وړاندې درې یو ورځنیو لوبو کې دوه هند او یوه سریلانکا ګټلې وه.

د سریلانکا لوبډله په دې وروستیو کې د زیاتو لوبو بایللو له امله د سریلانکایانو له نیوکو سره مخ شوې وه؛ خو له دې بریا سره به یې اوس طبیعت لږ ښه شوی وي.

 

وروستي مطالب