Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې د افغان لوبغاړو راج روان دی.

سمیع الله دُرانی

د کرکټ نړیوالې شورا تازه د نومبر په ۱۸ مه نېټه د شل اوریزو لوبو درجه بندي خپره کړې، چې په دې درجه بندۍ کې ځېنو افغان لوبغاړو پرمختګ کړی او ځېنې چې په نوملړ کې نه و نومونه یې په نوملړ کې راغلي دي.

راشدخان ارمان لا هم د شل اوریزو لوبو په توپ اچوونکو کې د ۷۴۹ نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې دی.

د توپ اچوونکو په لړ کې افغان تنکي ځوان مجیب الرحمن بې ساری پرمختګ کړی، هغه له اتم مقام څخه دویم مقام ته رارسېدلی دی.

مجیب الرحمن ۷۴۲ نومرې ترلاسه کړي دي، چې له راشدخان څخه یواځې ۷ نومرې وروسته دی، که افغان لوبډله په راتلونکي کې یوه شل اوریزه لوبلړۍ له نورو لوبډلو سره ولري، مجیب الرحمن کولای شي، چې له راشدخان څخه لومړی مقام واخلي.

مجیب الرحمن چې په نوي توپ خورا ښکلې توپ اچونه کوي، د ویسټ انډیز خلاف لوبو کې لکه د ستوري وځلېد.

مجیب الرحمن په درې واړو شل اوریزو لوبو کې دوه وېکټې واخېستې؛ خو ایکانومي یې په هر اوور کې له څلورو منډو پورته نه وه.

د شل اوریزو لوبو الراونډرانو کې د افغان لوبغاړو شتون

بل پلو د شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې محمدنبي عیسی خېل د ۳۱۹ نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې دی، مکسویل بیا ۲۳۱ نومرې لري او دوهم مقام یې ساتلی دی.

که څه هم د محمدنبي عیسی خېل توپ وهنه په روان سیریز کې په زړه پورې نه وه، خو توپ اچونه او ډګرساتنه یې بیا د ستایلو وه.

ګلبدین نایب د شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې تر ۲۶ م ځای رارسېدلی دی، راشدخان له ۳۷ م ځای څخه ۳۰ م مقام ته راغلی، سمیع الله شینواری څلوېښتم دی، کریم جنت له ۸۷ یم ځای څخه تر اته څلوېښتم مقامه رارسېدلی دی.

د شل اوریزو لوبو درجه بندي او افغان توپ وهونکي

د شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې د رحمان الله ګربز نوم راڅرګند شو، هغه چې په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې د نومبر په ۱۷ مه نېټه ۷۹ منډې وکړې؛ ځان یې د شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې ثابت کړ.

د رحمان الله ګربز نوم مخکې د توپ وهونکو په نوملړ کې نه و؛ خو اوس یې نوم په ۶۷ م مقام لیکل شوی او ۴۲۸ نومرې یې ترلاسه کړي دي.

سمیع الله شینواری ۷۹ یم مقام کې، نجیب الله ځدران تر ۴۵ م مقام راغلی، محمدنبي عیسی خېل د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې ۲۸ م ځای خپل کړی او حضرت الله ځاځی لا هم ۶ م ځای کې قرار لري.

نو د محمدنبي عیسی خېل د الراونډرۍ لومړي مقام، د راشدخان د توپ اچونې لومړي مقام، د مجیب الرحمن د توپ اچونې د دویم مقام او د حضرت الله ځاځي د توپ وهنې په درجه بندۍ کې شپږم مقام لرل د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې د افغان لوبغاړو راج او پرمختګ په ډاګه کوي.

که افغان لوبغاړي لږ خواري وکړي، لرې نه ده، چې لوبغاړي به لا پرمختګ وکړي او درجه بندۍ کې به خپل ځانونه په لومړیو او ورپسې مقامونو کې ثابت او راڅرګند کړي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی