د شل اوریزو لوبو په درجه‌بندۍ کې د اسټرالیا او پاکستان مقابله

 

د اسټرالیا لوبډله د روانې میاشتې په درېیمه نېټه د سه شنبې په مازیګر څلورنیمې بجې له بنګله دېش سره د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي.

اسټرالیا د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې پنځم مقام لري او ۲۴۸ نومرې لري.

له اسټرالیا څخه په شل اوریزو لوبو کې پاکستان یو قدم مخکې دی.

د پاکستان لوبډله د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې څلورم ځای نیولی دی او د نومرو اندازه یې هم ۲۶۱ ده.

دې لوبو کې د اسټرالیا لپاره زرینه موقع دا کېدای شي، چې که چېري دا لوبډله له بنګله دېش څخه پنځه واړه شل اوریزې لوبې وګټي؛ نو په درجه بندۍ کې د څلورم مقام نیولی شي او په درېیم ځای کې بیا د نیوزیلېنډ مقام هم له خطر سره مخ کېدای شي.

بل پلو د بنګله دېش مُرال ځکه لوړ دی، چې دې لوبډلې له زِمبابوې نه د درې شل اوریزو لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې ګټلې ده.

د بنګله دېش کرکټ لوبډله د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې لسم مقام کې ده.

که چېري بنګله دېش دا لوبې وبایلي، له لسم مقام څخه وروسته نه ځي؛ خو که لوبې وګټي، نو له ویسټ انډیز او سریلانکا څخه هم مخکې کېدای شي.

اوس د پاکستان لپاره په څلورم مقام کې د اسټرالیا لوبډله خطرناکه تمامېدای شي.

 

د اسټرالیا او بنګله دېش پنځه شل اوریزې لوبې

لومړۍ شل اوریزه لوبه نن مازیګر ( سه شنبه) څلور نیمې بجې پیلوي، دویمه شل اوریزه لوبه د چهارشنبې په مازیګر د اګسټ په څلورمه ۴ نیمې بجې، درېیمه شل اوریزه لوبه د اګسټ په ۶ مه د جمعې په مازیګر، څلورمه هغه یې د اګسټ په ۷ مه د شنبې په مازیګر او پنځمه شل اوریزه لوبه د اګسټ په ۹مه د دوشنبې په مازیګر ترسره کېږي.

بل پلو د ویسټ انډیز او پاکستان ترمنځ درېیمه شل اوریزه لوبه باران بې پایلې او وروستۍ هغه یې نن ماښام اووه نیمې بجې ترسره کوي، که چېري دا لوبه پاکستان وګټي، سیریز به دوه د صفر پر وړاندې وګټي، له دې وړاندې لومړۍ لوبه هم باران بې پایلې کړې وه او یوه لوبه پاکستان ګټلې ده او یوه لوبه بیا د کورونا له امله لغوه شوې وه.

 

وروستي مطالب