د شل اوریزو لوبو د پاور پلی اورونو غوره سټرایک رېټ؛ افغان لوبډله هم پکې ځلېدلې

 

له ۲۰۱۶ کال راهیسې د ایرلېنډ لوبډله د شل اوریزو لوبو په لومړیو شپږو اورونو یا پاور پلی کې د غوره رن رېټ په حساب ښه ځلېدلې او لومړي مقام کې ده.

دې لوبډلې په پاور پلی کې په هر اوور کې ۸ اعشاریه ۴۹ منډې جوړې کړې دي او له ټولو لوبډلو یې میدان وړی دی.

انګلستان په پاورپلی کې ۸ اعشاریه ۲۶ رن رېټ مخته وړی دی او دویم ځای یې خپل کړی دی.

اسټرالیا درېیم ځای خپل کړی دی، دې لوبډلې د شل اوریزو لوبو په پاور پلی کې په هر اوور کې ۷ اعشاریه ۹۴ منډې جوړې کړي دي او درېیم ځای یې نیولی دی.

نیوزیلېنډ ۷ اعشاریه ۸۷ رن رېټ مخته وړی دی او څلورم ځای یې خپل کړی دی.

د هندوستان لوبډلې په شل اوریزو لوبو کې په هر اوور کې په لومړیو شپږو اورونو کې ۷ اعشاریه ۷۸ منډې کړي دي او پنځم نمبر ده.

سویلي افریقا په پاور پلی کې ۷ اعشاریه ۷۵ منډې کړي دي.

ویسټ انډیز چې ۲۰۱۶ کې یې د شل اوریز نړیوال جام دویمه ځل اتلولي وګټله، دې لوبډلې اووم ځای نیولی دی او په هر اوور کې یې ۷ اعشاریه ۶۷ منډې کړي دي.

افغانستان اتم ځای خپل کړی دی، د پاور پلی په هر اوور کې یې ۷ اعشاریه ۵۶ منډې کړي دي.

بنګله دېش ۷ اعشاریه ۳۷ منډې جوړې کړي دي او نهم ځای کې ده، پاکستان بیا په هر اوور کې یې ۷ اعشاریه صفر ۵ منډې کړي دي او زِمبابوې په هر اوور کې ۶ اعشاریه ۷۵ منډې کړي دي.

افغان لوبډله له بنګله دېش، پاکستان او زِمبابوې څخه مخکې ده.

نړیوال جام ته شاوخوا ۵۰ ورځې پاتې دي، افغان لوبډله هم دې سیالیو ته خوشبینه ده او له وړاندې پرې ځېنو مبصرینو تبصرې کړي، چې افغان لوبډله کولای شي، تر نیمه پایلوبو ورسېږي؛ داسې تبصرې په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې هم کېدې چې افغان لوبډله کولای شي درې یا څلور لوبې وګټي؛ خو لوبډله له نهو ماتو سره بېرته له نړیوال جام څخه خالي لاس راستنه شوه.

۲۰۱۶ کې افغان لوبډلې یواځې له ویسټ انډیز څخه لوبه ګټلې وه او په ۲۰۱۰ کې یې له هندوستان او افریقا څخه ماتې خوړلې وې او په ۲۰۱۲ کې لوبډله ونه توانېده، چې نړیوال شل اوریز جام ته کوالیفای وکړي.

 

وروستي مطالب