
ليکنه: سميع الله درانی
د شپږیزې لومړی پړاو، لوبې او لوړې ژورې
د شپږیزې کرکټ لیګ شپږم پړاو له کلن ځنډ وروسته په کابل کرکټ لوبغالي کې د اکټوبر په ۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل بازان او بند امیر ښامارانو په لومړۍ لوبه پیل شو، لوبې خو به تاسو له تلویزیون لیدلي، له راډیو اورېدلې او په یاران وېب پاڼه کې تقیب کړې وي؛ خو دا چې لومړي پړاو کې څه وشول په دې اړه درته جالب معلومات وړاندې کوو، چې په لوستلو ارزي.
د ۲۰۱۹ م کال د شپږیزې لیګ د لومړي پړاو پنځلس لوبې د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۴ مه نېټه پای ته ورسېدې، دې پنځلس سیالیو کې بیا هرې لوبډلې پنځه، پنځه لوبې درلودې، چې درې لوبو ګټل پکې دوهم پړاو ته وتل وو.
اصغر افغان کابل بازان لوبډلمشر لومړي سر کې درې واړه لوبې پر له پسې وګټلې او داسې انګېرنه وه، چې ټولې لوبې به وګټي؛ خو وروسته یې بیا پر له پسې دوه لوبې مِس عېنک او امو ته وبایللې.
کابل لوبډله په لومړي سرکې د دریو بریاوو له امله دوهم پړاو ته ولاړه، ورپسې د یکشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۳ مه نېټه مِس عېنک هم کوالیفای وکړه، سپین غر ته بیا د یکشنبې په ورځ د بُست ۱۳۲ منډې ورکړل شوی هدف په کار و، چې په ۱۳ اورونوکې پوره کړي؛ نو بیا یې دوهم پړاو ته موقع په نصیبونو کېدله؛ خو د شپږیزې په ۱۳ مه لوبه کې نجیب الله ځدران داسې توپ وهنه وکړه، چې د نړۍ په کچه یو له خطرناکو اننګزونو بلل کېدای شي، چې د بسټ ټول بالران یې تر پوزې راوستل او له لوبډلمشر ګلبدین نایب څخه یو اوور کې ۳۳ منډې واخېستې.
د نجیب الله ځدران بې رحمه توپ وهنې سپین غر لوبډله د دولسم اوور په لومړیو کې په ۶ وېکټو بري ته ورسوله، هغه په ۳۵ توپونو ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، له دې بریا سره سپین غر د نومرو جدول له وروستي ځای څخه دریم ځای ته پرمختګ وکړ، امو، بند امیر او بست لوبډلې یې شاته کړې.
د نجیب الله ځدران په هکله ډېری کرکټ مینوالو د لوبڅارانو پرېکړه ناسمه وښودله، قېس احمد د بُست ساتونکو لوبډلې لېګ برېک بالر، یو توپ ترسره کړ، چې لاین کې و او نجیب الله ځدران پرې بدن ولګېد، په لوبڅار ستر اپیل وشو؛ خو لوبڅار اوټ ورنه کړ، دلته د کرکټ ډېری ماهرینو د لوبڅار پرېکړه ناسمه وښودله او نجیب ځدران یې اوټ حساباوه.
رابه شو د دوشنبې ورځې لوبې ته، چې د مِس عېنک اتلانو او امو نهنګانو ترمنځ وه.
محمدنبي عیسی خېل دې لوبډلې مس عېنک، د شاپور لوبډلې امو شارکس ته ۱۶۳ منډې هدف ورکړ.
د لوبې پرمهال محمدنبي عیسی خېل او نورعلي ځدران توپ وهنه کوله او مېروېس اشرف توپ اچونه کوله.
دا لوبه د شاپور ځدران لپاره خورا مهمه وه، که یې ګټلې وای؛ نو دوهم پړاو ته رسېده.
خو لوبڅار د مېروېس اشرف دوه توپونه چې نو بالونه نه وو او پښه له کرښې پوره نه وه اړولې نو بالونه حساب کړل، چې وروسته بیا کمېنټېټر الېسټر کمبېل هم وویل چې دا د امپایر خوښه ده کنه، د پښې پونده خو د کرښې پر سر ده.
هغه مهال مېروېس اشرف هم لوبڅار سره وضاحت وکړ؛ خو لوبڅار نو حساب کړ.
دا لوبه شاپور ځدران په ۳ منډو وبایلله او لوبډله یې له دوهم پړاو پاتې او له سیالیو بهر شوه.
له لوبې وروسته شاپور ځدران نه وپوښتل شول، چې ولې دې لوبه وبایلله، هغه وویل « په مِس عېنک لوبډلې لوبه، لوبڅارانو وګټله او پر مونږ یې وبایلله».
اوس افغان کرکټ بورډ وایي، چې شاپور ځدران به د خپلو څرګندونو پور پرې کړي او د مېچ فیس جریمه به ورکوي، د کرکټ بورډ په وېنا شاپور ځدران په لوبڅار تور لګولی دی او تور لګول جرم دی.
دا چې څوک په حقه دی، ډېری مینوالو دا لوبه ولېدله او قضاوت کولای شي؛ خو د شاپور ځدران دې الله ج مل شي.
سپین غر پړانګان، کابل بازان، بند امیر ښاماران او مِس عېنک اتلان څلور لوبډلې دوهم پړاو ته ولاړې او سبا د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۶ مه نېټه به مهمې پلی اف لوبې د څلور واړو لوبډلو له خوا پیل شي.
شپږیزه لیګ کې ځوان لوبغاړي او وړتیاوې یې
په دې لیګ کې ځېنو بالرانو او توپ وهونکو هم خورا په زړه پورې لوبې نندارې ته وړاندې کړې، چې پکې د ځوانانو لوبغاړو ونډه د لمر په څېر روښانه وه.
نوراحمد افغان نولس کلنې لوبډلې پنځلس کلن لېګ برېک چېنامېن توپ اچوونکی دی، دی د مِس عېنک لوبډلې په ګټه لوبېږي، خورا ښه تمان شوی، تر دې دمه یې شپږیزه لیګ کې په ۵ لوبو کې ۷ وېکټې اخېستي، په بالرانو کې پنځم بالر دی، چې یوه لوبه کې یې په ۴ اورونوکې ۱۲ منډې ورکړې، درې وېکټې یې واخېستې او یو اووریې مېډن کړ.
عبدالواسع هم د سپین غر لوبډلې ښي لاسی لېګ برېک بالر دی، ده هم د سپین غر لپاره د بُست خلاف یوه لوبه کې څلور وېکټې واخېستې، ۱۳ منډې یې ورکړې او یو اوور یې مېډن کړ.
نجات مسعود چې ۲۲ کاله عمر لري له بند امیر لوبډلې سره لوبېږي، دی فسټ بالر دی او پرون یې د بُست لوبډلې خلاف ۵ وېکټې واخېستې، دی تر دې دمه وېکټو اخېستلو کې دوهم دی او ټولې یې اته وېکټې اخېستي دي.
یمین احمدزي بیا ۹ وېکټې اخېستي او لومړی مقام لري، مجیب الرحمن د ۸ وېکټو په اخېستلو سره دریم دی او ضیاءالرحمن اکبر بیا د بُست لوبډلې لپاره ۷ وېکټې اخېستي او څلورم مقام کې دی، نور احمد هم اووه وېکټې اخېستي دي او پنځم نمبر دی.
شپږیزه لیګ کې مخکښ توپ وهونکو نوملړ
ځوان لوبغاړی محمد ابراهیم ځدران چې د امو لوبډلې اوپنر دی، په روان شپږیزه لیګ کې په ۵ لوبوکې ۲۸۷ منډې کړي او مخکښ توپ وهونکی دی، ده په یوه لوبه کې ۹۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.
نورعلي ځدران په ۵ لوبو کې ۲۶۸ منډې کړي او یوه لوبه کې یې ۷۷ سوځېدلې منډې لوړې دي.
جاوېد احمدي په ۵ لوبو کې ۲۵۷ منډې کړي دریم نمبر او یواځېنی لوبغاړی دی، چې ۲۰۱۹ م کال شپږیزه لیګ کې یې سلیزه ثبت کړه او په ۶۳ توپونو یې ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
اصغر افغان پنځه لوبوکې ۲۱۹ منډې کړي او یوه لوبه کې یې ۹۲ سوځېدلې منډې لوړې دي.
او نجیب الله ځدران په ۵ لوبو کې یې ۱۵۱ منډې کړي او لوبه کې یې ۹۷ ناسوځېدلې منډې لوړې او خورا مهمې دي.
سبا د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۶ مه نېټه د شپږیزې لیګ پلی اف سیالۍ پېلېږي او د جمعې په ورځ یې پایلوبه ده، چې اکټوبر اتلسمه نېټه کېږي.
دا د خوښۍ ځای دی چې په هېواد کې دننه د فوټبال له غوره لیګ وروسته ۲۰۱۹ م کال کې د کرکټ غوره لیګ له کلن ځنډ وروسته پېلېږي، دا هم د کرکټ بورډ او هم د افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.
ډېری هېوادوال ورځي او له نږدې لوبې ګوري او خپل اتلان تشویقوي.
بل یو ښه اقدام سږ کال دا دی، چې د لوبې غوره ننداره کوونکي ته هم جایزه ورکول کېږي، له لوبغاړو او مینوالو سره مرکې یې بله جالبه برخه ده، چې لوبو ته یې لا ښکلا وربخښلې؛ خو ځېنې وخت د مبصرینو او همدغو د ملي تلویزیون د دغې مشخصې برخې پر خبریالانو نیوکې هم کېږي.
دا د خوښۍ ځای دی، چې ملي تلویزیون راويښ او بېداره شو، چې د نړیوال جام له نشر وروسته یې، شپږیزه لیګ هم خپور کړ، ځکه ملي تلویزیون باید د ملت لپاره کار وکړي او ملي مسایلو کې باید له نورو مخکښ وي.
خو یوه ستونزه شته، چې کرکټ بورډ باید ورته جدي پاملرنه او لاسرسی وکړي، هغه د کابل لوبغالي د نه معیاري والي ستونزه ده، دا لوبغالی کوچنی دی، د خبریالانو، فوټوګرافرانو، نندراه کوونکو او لوبغاړو لپاره باید پکې ښه سکون بخښونکي ځایونه وي، ستر پاویلین او پراخه پارک ساحه باید ولري.
دلته چې توپ وهونکی شاټ ووهي؛ نو توپ ورکېږي او بیا بل توپ راوړل کېږي، چې دا ډېر بد تاثر خلکو ته ورکولای شي؛ توپ ډېری لرې غورځېږي او یوه لوبه کې ډېر زیات توپونه بدلېږي.
نو که شونې وي کرکټ باید د لوبغالي نړیوال سټنډرډ او معیار ته کار ووایي او لاس په کار شي.