فبروري 27, 2021

د سیل او چکر لپاره د ایران تر ټولو مشهور ځایونه

ژباړه: حمیدالله حمیدي
ایراني معماران په هنر، سلیقه او ظرافت کې خورا مشهور دی. ان دا چې د نړۍ په ګڼو مشهورو او زینتيو ودانیو او د همدې ودانیو لپاره د ښکلو فرشونو جوړولو په برخه کې ایراني هنرمندانو او معمارانو برخه اخیستې ده. د ایران هر ښار د سیل او چکر لپاره په زړه پورې پارکونه، موزیمونه او تاریخي ابدې لري، چې هره یوه یې په لیدلو ارزي.
په دې لیکنه کې مو یې ځینو مشهور ته کتنه کړې ده:
۱- عالي قاپوه، اصفهان

عالي قاپوه، اصفهان

د عالي قاپو ماڼۍ د نقش جهان میدان په لوېدیځه ضلع کې د شیخ لطف الله جومات ته مخامخ موقعیت لري. کېدای شي پوښتنه درته پیدا شي چې قاپوه یعنې څه؟ قاپو یا قاپي په ترکي ژبه کې ورودي دروازې او عالي هم د لوی او بزرګ په مانا ده. دغه ماڼۍ د لومړي شاه عباس په امر د ۹۷۳ او ۹۷۷ کلونو ترمنځ جوړه شوې ده. د ماڼۍ بېرون او د ننه په ډېر ښکلي ظرافت جوړه شوې او هکاکي شوې ده. که ایران ته په سفر ولاړئ له لیدلو یې ارو مرو خوند واخلئ.
۲- د کریم خان ارګ، شېراز
د کریم خان ارګ، شېراز

د ایران شېراز ښار له راز او نیاز یو ډک ښار دی چې ګڼ تاریخي ځایونه او ودانۍ لري. له دې ډلې یو هم د کریم خان ارګ دی. کریم خان ارګ درست د شیراز په په مرکز کې موقعیت لري. دغه ودانۍ د زندیه په وخت کې جوړه شوې ده چې د وخت مشهورو هنرمندانو او معمارانو یې په جوړولو کې ونډه اخیستې ده. له دې ماڼۍ څخه په کلني ډول ګڼ بهرنیان لیدنه کوي، چې د عوایدو ښه سرچینه هم بلل کېږي.
۳- د ازادۍ برج، تهران
د ازادۍ برج، تهران

د ازادۍ برج له انقلاب څخه مخکې په ۱۳۵۷ کال کې جوړ شوی دی، چې د تهران ښار یو لوی سمبول او نمونه بلل کېږي. ددې مشهور سمبول معمار حسین امانت چې د برج چارې یې په ۱۳۴۹ کال کې پیل کړې او په ۱۳۵۷ کې پای ته ورسېدې. دا هم په ایران کې هغه ځای دی چې په کلني ډول ترې ګڼ کسان لیدنه کوي.
۴- د دولت اباد باغ، یزد
د دولت اباد باغ، یزد

د دولت اباد باغ د یزد له مشهورو او پخوانیو باغونو څخه بلل کېږي. دغه باغ د افشاریه دورې په وروستیو کې د مشهور خان محمد تقي په امر چې په لوی خان مشهور و جوړ شوی دی. له دې باغ څخه تر ډېره د حکومتي تشریفاتو او غونډو لپاره کار اخیستل کېدو.
۵- د قالینو اوبدلو مرکز، شېراز
د قالینو اوبدلو مرکز، شېراز

د فرشونو اوبدل په ایران کې ډېره پخوانۍ مخینه نه لري او له مهمو صنایعو څخه یې شمېرل کېږي. ایراني فرشونه په ټوله نړۍ کې مشهور دي. د ایران په شېراز کې د فرش اوبدلو تر ټولو لوی مرکز دی، چې پر سوداګرو سربېره یې عام بهرنیان هم لیدو ته ورځي.
۶- د شېراز د آرام باغ
د شېراز د آرام باغ

د شېراز د آرام باغ په اېران کې له مشهورو باغونو څخه شمېرل کېږي. دې باغ ته په ورتلو او شنه طبعیت ته کتل مو حال او احوال در بدلوي. دغه باغ په دننه کې څو تاریخي معمارۍ او ودانۍ هم لري. دغه راز د شېراز په ارام باغ کې د ګیاه پېژندنې یو مرکز هم شته. ایرانیان وایي که ستاسو کامره هر څومره بې کیفیته وي، خو که په دغه باغ کې عکسونه واخلئ نتیجه به یې ډېره ښه وي.
۷- د فروغ‌الملک کور، شیراز
د فروغ_الملک کور، شیراز

دغه کور د قاجار په وروستۍ دوره او د شېراز په یوه پخواني او تاریخي ځای کې ودانه شوې ده. درې پوړه لري او دوه برخې بېرونۍ او باندنۍ لري. په دغه کور کې اوس د موشکین فام هنري موزیم فعال شوی دی.
۸- د نصیرالملک جومات، شیراز
د نصیرالملک جومات، شیراز

په دغه ښکلي جومات کې له رنګه ښيښو څخه کار اخیستل شوی دی، نو له همدې کبله ورته صورتي مسجد هم وایي. په ژمي او اوړي کې یو ډول اووه رنګه نور له بېرون څخه د جومات دننه ته داخلېږي. دغه مسجد د شېراز تر ټولو پخوانی جومات چې د میزا حسن علي خان په امر چې په نصیر الملک باندې ملقب و جوړ شوی دی.
۹- د نیاوران ماڼۍ، تهران
د نیاوران ماڼۍ، تهران

دغه ماڼۍ د شهید په میدان کې موقعیت لري. د فتح علي شاه قاجار په دوره کې په همدې ځای کې تر دې یوه کوچنۍ ودانۍ جوړه شوې وه، چې بیا وروسته د محمد رضا پهلوي په زمانه کې ونړول شوه او د نیاوران ماڼۍ یې پر ځای ورغېده.
۱۰- د حافظ مقبره، شیراز
د حافظ مقبره، شیراز

حافظیه د شېراز ښار په شمال او د قران دروازې په جنوب کې موقعیت لري چې د حافظ مقبره هم هملته ده. فرانسوی لرغون پېژندونکی آندره ګدارا د پهلویانو په وخت کې ایران ته ولاړ، چې دوخت د حکومت په مرسته یې دلته یو ځانګړی ځای جوړ کړ. په دې ځای کې اوس د شعر او ادب ګڼ مینوال را ټولېږي.