اپریل 19, 2021

د سیاوش پلار: د خپل زوی د قاتلینو پر نیول کېدو باوري نه یم

د وژل شوې خبریال یما سیاوش پلار وایي، د زوی د وژل کېدو د قضیې په اړه د حکومتي چارواکو ضد او نقیض څرګندونو ته په پام د هغه د قاتلینو پر نیولو کېدو باور نه لري.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان بانک د مسوولانو له لوري د دې پېښې په اړه د جزیاتو پټ ساتلو او د قتل په تور د امنیتي مسوولانو ضد او نقیض څرګندونو ته په پام، په دې برخه کې د حکومت پر ژمنو باور نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ولسمشر مرستیال امرالله صالح اعلان وکړ، چې د یما سیاوش د وژل کېدو اصلي عاملین یې نیولي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د طالبانو ۱۱ کسیزه ډله نیولې ده.

امرالله صالح زیاتوي چې دغې ۱۱ کسیزې ډلې د ژورنالیست یما سیاوش په ګډون د ګڼ شمیر کسانو په وژنو او چسپکي ماین چاودنو کې لاس درلود.

افغان حکومت تر دې وړاندې هم د یما سیاوش په قضیه کې د ځینو کسانو د نیولو خبره کړې وه، خو د نوموړي د کورنۍ غړي وایي چې دوی پر شوو پرمختګونو قناعت نه کوي.

د یما سیاووش کورنۍ ادعا کوي چې حکومت ددې قضیې د څېړلو په برخه کې اړینه همکاري نه ورسره کوي.

د یادونې ده چې د یما سیاووش کورنۍ څه موده وړاندې د ملګروملتونو له سازمانه غوښتي وه چې د سیاووش د وژنې د دوسېې په ارزولو کې مداخله وکړي.

د یما سیاووش پلارمحمد داوود سیاووش، له یو شمېر خبریالانو او د مدني ټولنې له غړیو سره په ګډه افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ته یو لیک لیږلی و.

یما سیاووش د روان کال د لړم په میاشت کې، له خپلو دوو همکارانو سره د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.