مارچ 4, 2021

د سګریټ هغه زیانونه چې ښايي تر اوسه ترې نه یۍ خبر !

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی
هغه چې وایي اول شوق شي او بیا طوق شي.
سګریټ په ټوله نړۍ کې د یو فیشني عمل په توګه پيژندل شوې، چې نه یوازې مالي زیانونه بلکې ډير زیات ځاني ضررونه هم له ځان سره لري.
په همدې تړاو د امریکا د منیسوټا پوهنتون څيړونکو په خپله نوې څیړنه کې موندلې چې سګریټ څکول په کلونو نه بلکې په دقیقو او ثانیو کې انسان ته ضرر رسوي.
دوی زیاتوي هغه مواد چې د انسان په بدن کې د سرطان ناروغۍ لامل ګرځي په سګریټ کې شتون لري او په ډیرې اسانۍ سره د انسان بدن ته د سګریټو په څکولو داخلیږي.
د یادې څيړنې پر بنسټ؛ سګریټ څکول نه یوازې غاښونه خرابوي بلکې د شکرې، نابینایۍ، د خوب د نارامۍ، د ځيګر او لویو کولمو د سرطان سبب هم کیږي.
د دوی په باور د سګریټو دود یا لوګی له سګریټو ډیر خطر ناک دی او باید ځان ترې وساتل شي.
څیړنه کاږي؛ سګریټ د تندي او مخ د ګونځو یو عمده لامل دی او هغه کسان چې په اوسط ډول د ورځې له پنځو نیولې تر لسو دانو سګرټ څکوي د ځوانۍ مرحله یې ژر ختمیږي او له نورو انسانانو مخکي د بوډا توب مرحلې ته ننوځي.
په یوه بله څیړنه چې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنېوي ادارې (سي ـ ډي ـ سي) ترسره کړې ویلي؛ هغوی چې سګریټ نه څکوي، خو د سګریټو لوګی تنفس کوي د زړه د سکتې خطر یې زیاتیږي.
باید وویل شي چې اسلام مبارک دین ټول مسلمانان له نشه یې توکو څخه منع کړي، خو زموږ په افغاني ټولنه کې زیاتره ځوانان د خپلو ناسمو ملګرو له امله په نشه یې توکو روږدي کیږي. په دې برخه کې د والدینو څارنه او پاملرنه ډیره اړینه ده.

وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ