د سي ای اې ۹ زره افغان عسکر امارات کې پراته دي

د سي ای اې زرګونه افغان قراردادي عسکر لا هم په اماراتو کې پراته دي.

نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي، هغه افغان قرار دادیان چې له سي ای اې سره یې په مستقمه توګه کار کاوه او ددغه ادارې په لارښوونه یې عملیات ترسره کول له میاشتو راهیسې په اماراتو کې بې برخلیکه پراته دي.

ورځپاڼه وایي دغه کسانو د امریکا په غوښتنه د خپلو خلکو پر وړاندې عملیات کول، ان ښځې او ماشومان یې په نښه کړي خو اوس له میاشتو راهیسې د اماراتو په دښتو کې په امریکايي کمپونو کې پراته دي.

دغه کسانو هم یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې فکر کوي د امریکا له خوا قرباني شوي دي.

دوی وایي د امریکا په لارښوونه د خپلو خلکو پر وړاندې وجنګېدل خو دمګړی په اماراتو کې له نامعلوم برخلیک سره مخ پراته دي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله