ليکنه: سميع الله درانی
هغه د کرکټ بورډ د غړو ترمنځ په ناسم تنظیم او د مالي امکاناتو په ګډوډۍ تورن شوی دی.
د ګارډیئن ورځپاڼې راپور وایي چې هغه ونه توانېد چې د انګلستان پر وړاندې سفر ته د لوبډلې رهبر پاتې شي.
تبنګ مورو باندې یو تور بل دا هم دی، چې د لوبډلې په ګډوډۍ کې یې رول لوبولی دی او مالي سیسټم ته یې هم ضربه رسولې ده. د ورزشي رسنیو راپورونه وایي، چې د هغه په هکله به نورې څېړنې هم وشي.
د سویلي افریقا د کرکټ بورډ په مشر دا تورونه په داسې حال کې پورې شوي، چې د دې هېواد لوبډلې په نړیوال جام کې ښې لوبې نندارې ته وړاندې نه کړای شوې.
سویلي افریقا په نړیوال جام کې په ۹ لوبو کې یواځې درې لوبې وګټلې، پنځه یې وبایللې او یوه لوبه یې بې پایلې شوه؛ له دې وروسته یې هم په سیریزونو کې چندانې مزه نه وه.
د افغان او افریقایي کرکټ بورډونو پرتله
له ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام څخه وروسته د افغان کرکټ بورډ هم همدا حال و، کله چې افغان لوبډلې ۹ لوبې وبایللې په کرکټ بورډ او ځېنو لوبغاړو د افغان ملت انتقادونه زیات شول او بالاخره د افغان لوبډلې مشر روزونکی فېل سېمونس مجبور شو، چې یو ټویټ کې د لوبډلې د ماتو لامل په ډاګه کولو ته اشاره وکړي.
له دې وروسته د افغان لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزی لرې شو او پرځای یې انګلستانی انډي مولز وټاکل شو، د دې سربېره د افغان لوبډلې اجرایوي مشر اسدالله خان هم له دندې ګوښه کړل شو. د تبنګ مورو راپور د ډېسمبر په ۶ مه نېټه د سویلي افریقا د کرکټ بورډ ټولنیزې او اخلاقي کمېټې څانګو ته ورسېد او بالاخره ستونزو ته د لاسرسي کمېټه هم په دې برخه کې په اقدام ماموره شوه.
د سویلي افریقا د کرکټ بورډ د څېړنو کمېټې ویلي، چې مونږ د سویلي افریقا کرکټ لوبغاړو، مالي ملاتړو، سوداګرو، کارکوونکو، رضاکارانو او کرکټ مینوالو ته په تاکید سره وایو، چې د دې قضیې په اړه به نور تازه معلومات ډېر ژر خپاره شي.
د سویلي افریقا د کرکټ لوبغاړو شورا اجرایوي مشر ټوني اېرېش ویلي، چې کمزورې رهبرۍ، ضعیفه مدیریت او ناسم کنټرول د سویلي افریقا کرکټ بُحراني کړی او دا بُحران به د انګلستان پر وړاندې راروانه لوبلړۍ کې پوره تاثیر ولري.
سټنډرډ په نامه یو بانک د سویلي افریقا د کرکټ بورډ مالي ملاتړی دی، د دغه بانک د اړیکو مسئول تولاني سایبیکو ویلي، چې «مونږ د مالي ملاتړ په بدل کې لوړه رهبري، سپېڅلتیا او ښه اجرائت غواړو».
د سویلي افریقا او انګلستان راتلونکې لوبې
انګلستان د ډېسمبر په ۲۶ مه نېټه افریقا ته د څلورو ټېسټ، درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر لري.