ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د سوک وهني لوبغاړي د سوک وهني نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه روسیې هیواد ته ولاړه.
د سوک وهني دا نړیوالي لوبي د رواني سپټمبر میاشتي په ۷مه نېټه د روسیې په یکاترینبورګ ښار کي پېلیږي او د یادي میاشتي تر ۲۲مي نېټې پوري دوام کوي.
له افغانستانه په دې سیالیو کي دوه لوبغاړي لوبیږي، چي یادو دوو لوبغاړو پرون چهارشنبه د یوه روزونکي او یوه پلاوي سره روسیې هیواد ته خپل لوبیز سفر پیل کړ.
دوی تر خپل سفر مخکي د افغانستان بدني روزني عمومي ریاست او المپیک ملي کمېټې د رئیس ډاکټر حفیظ حفیظ الله ولي رحیمي سره وکتل.
رحیمي دوی ته د ښه لوبېدو هیله وښوده.
د سوک وهني تازه پېلېدونکو سیالیو ته ګډونوالو افغان لوبغاړو دلته کابل کي پوره چمتوالی نیولی او خورا سخت تمرینونه ئې ترسره کړي.
دا لوبي نړیوالي دي او یوه موخه ئې دا هم ده، چي غوره لوبغاړي پکښي د ۲۰۲۰م کال المپیکي سیالیو ته لاره پیداکوي، چي هغه بیا په توکیو کي ترسره کیږي.
ویل کیږي، چي په یادو سیالیو کي د لومړي مقام څخه نېولې بیا تر څلورمه مقامه پوري ګټونکي لوبغاړي د ۲۰۲۰م کال د توکیو المپیکي لوبو ته لاره پیداکوي.
د سوک وهني دا نړیوالي لوبي په هرو ۴ کلنو کي یو ځلي ترسره کیږي، چي افغانستان تېر ځل المپیکي سیالیو ته لاره نکړه پيدا.
اميتابچن د فوټبالر په څيره کې راڅرګندېږي
د باليووډ سېنما شهينشاه اميتابچن د فوټبال لوبډلې د روزونکي په حيث يوځل بيا سېنما ته مخه کوي. “ژوند” د هغه فلم نوم دی چې په هند کې د کوڅو د فوټبال بنسټ ايښودونکي “ويجی ... نور ولولئ