د سولې په تړاو شل اوریزه لوبه او د طالبانو سلوک

 

د جمعې په ورځ د سپټمبر په درېیمه د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ د سولې ګټونکو او سولې ساتونکو په نامه دوه لوبډلو لوبه ترسره کړه، د دې لوبې لیدلو او د امنیت خوندي کولو لپاره طالبان راغلي او په خدمت کې وو.

طالبانو په دې سیالۍ کې له مینوالو او لوبغاړو سره داسې سلوک وکړ، چې د ډېرو خلکو لخوا یې صفتونه شوي دي.

ډېری طالبانو د افغانستان ملي بیرغ یا په سرکې ټومبلی و او یا یې هم لاسونو کې نیولی و.

تر ټولو جالبه یې دا وه، چې د طالبانو مخکښ غړي او یو مشر انس حقاني د افغانستان ملي بیرغ لاس کې نیولی و او رپولو یې.

دا چاره د ډېری افغانانو د خوښې وړ ګرځېدلې او ډېر په فیسبوکونو کې لیکلي وو، چې دا هیله بخښونکي انځورونه دي.

د دې لوبو پرمهال ځېنو طالبانو امنیت ټینګ کړی و او یو انځور کې یو طالب ښکاري، چې د افغانستان ملي بیرغ یو ماشوم ته له سر څخه تړي.

که طالبان همداسې په هره برخه کې نرمي وښيي؛ نو ډېر ژر به د خلکو په زړونو کې پراخ ځای ومومي او هېوادوال به د یو هوسا ژوند تېرولو هڅې پیل کړي.

د سولې په نوم د لوبې حال

دوه لوبډلې چې د یوې لوبډلمشر ګلبدین نایب و او د بلې حشمت الله شهیدي و، یو بل سره مخ شوې.

د ګلبدین نایب لوبډله کې، چې د سولې اتلان نومېدله، ورسره فرهان ذاخېل، عثمان غني، غمی ځدران، سمیع الله شینواری، افسرځاځی، فرید ملک، عظمت الله عمرزی، شمس الرحمن، یوسف ځاځی، افتاب عالم او عثمان ځاځی شامل وو.

د حشمت الله شهیدي لوبډله چې د سولې ساتونکې نومېدله، پکې جاوېد احمدي، رحمت شاه زرمتی، ناصرجمال، دروېش رسولي، امیر حمزه، ظاهرخان، یمین احمدزی، عبدالرحمن، سعید شیرزاد، منیر کاکړ او شرف الدین اشرف ورسره وو.

د شهیدي لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره  ۱۷۵ منډې ترسره کړې؛ چې د ناصر جمال ۴۷، جاوید احمدي ۴۱، شرف الدین اشرف ۳۰ او منیر کاکړ ۲۴ منډې پکې د یادولو وړ دي.

د سولې اتلانو لوبډلې په ګټه سمیع الله شینواري درې، فرید ملک او افتاب عالم هر یو دوه- دوه او

شمس الرحمن یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د هدف ترلاسه کولو په موخه د لوبې په دویمه نیمایي کې د سولې اتلانو لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، دوی د لوبې په ۱۷ اعشاریه یو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۶۲ منډو په توپیر د سولې ساتونکو لوبډلې ته وبایلله.

د اتلانو لپاره په توپ وهنه کې افسر ځاځي ۲۷، ګلبدین نایب ۲۰، عثمان غني او غمي ځدراڼ هر یو ۱۶- ۱۶ منډې ترسره کړې.

د سولې ساتونکو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې حمزه هوتک، شرف الدین اشرف، سید شېرزاد او یوسف ځاځي هر یو دوه- دوه، عبدالرحمن او حشمت شهیدي هر یو یوه- یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی شرف الدین اشرف وټاکل شو.

 

 

وروستي مطالب