مارچ 4, 2021

د سولې او جګړې کشمکش؛ کوم یو به ګټونکی شي ؟

لیکنه: ارشاد رغاند
د افغانستان د سیاست او جګړې میدان په دې ورځو کې له یو بل سره د سختې سیالۍ شاهدان دي،دا سیالي په واقعیت کې د سولې او جګړې د کشمکش جنګ دی او دواړه پدیدې او شاته یې شته لوبغاړي د سیالۍ ګټلو هڅه کوي .
دا کشمکش څنګه رامنځته شوی، څنګه مخته ځي او کوم لوری په کومو دلایلو دا لوبه بایللی او ګټلی شي، په دې لیکنه کې به ورته ځغلنده کتنه ولرو :
د كشمکش پيل
په افغانستان کې د سولې او جګړې کشمکش د تاریخ یوه مهمه برخه ده، دا کشمکش په اوسني تاریخ کې هم اوږده مخینه لري، یانې د افغانستان تاریخ تل د سولې او جګړې د کشمکش شاهد پاتې شوی، خو موږ دلته د روانې جګړې او سولې د هڅو کشمکش یادوو .
دا کشمکش له تېرو څو کلونو؛ په ځانګړي ډول د کابل بهیر له غونډې وروسته، چې ولسمشر غني له هر ډول قیدو شرط پرته وسله والو طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ، په واقعي ډول پيل شو. البته له دې مخکې هم د وسله والو طالبانو په لیکو کې د ملاعمر له مشکوک مرګ سره د سولې په اړه د لېوالتیا څرکونه لیدل کیدل، خو تر هغې وروسته چې دا ډله له لویه سره پر پاکستان کم باوره شوه، له سولې سره یې د تمایل نښې زیاتې شوې .
زموږ د بحث یو اړخ جګړه هم ده، د هغې د پيل ، عواملو او ابزارو په اړه به بحث ته اړتیا نه وي، ځکه د افغانستان واړه ماشومان هم په غالب نظر په دې اړه کافي معلومات لري او پاکستان د جګړې اصلي اړخ او تمویلونکی ګڼي .
په هرحال؛ په افغانستان کې جګړه ډېر ځله د کشمکشونو ګټونکې ګڼل شوې او د همدې باور له مخې جګړه مارې ډلې او ملاتړي یې د ګټې په نیت د جګړې لاره غوره کوي، خو په وروستیو څو کلونو کې د جګړې وحشت دومره اوج ته ورسیده، چې پر عام ولس سربېره د جګړې په دواړو غاړو کې ښکېل اول لاس جنګیالي هم ترې ستړي او د سولې لېواله شول .
په تېرکوچني اختر کې د سولې لپاره دوه اړخیز اوربند، چې نوښت یې افغان ولسمشر کړی و او وسله والو طالبانو هم ورته په لنډ مهاله ډول غاړه کېښوده، سولې ته یې له جګړې سره د كشمکش کافي قوت ورکړ.
د اوربند په ورځو کې ولیدل شول، چې په طبیعي او خورا بې ساري ډول په خودجوشه بڼه زرګونه طالب جنګیالي له جنګي پټنځایونو څخه یې ښارونو ته ښکته او له افغان ملي ځواکونو، دولتي چارواکو او ولسونو سره په ګډه د اختر او اوربند خوښي ونمانځله .
دا حالت، چې د جګړې مشرانو او پلویانو ته یو ناببره او د وړاندوینې برعکس کار و، دوی یې غافلګیره او له یوه سخت ازمېښت سره مخ کړل.
د وسله والو طالبانو اول لاس رهبري، چې د کوټې په شورا مشهوره او د پاکستاني حکومت تر حاکمیت لاندې سیمه کې فعاله ده، سمدستي یې ښارونو ته د خپلو جنګیالیو د نه راتګ امر وکړ او هم یې له افغان ځواکونو سره عکس اخیستونکي او ډېر نیږدې شوي جنګیالي په سزا وګواښل .
بل لور ته افغان حکومت خبر ورکړ، چې اکثره ښار ته راغلي جنګیالي بیرته جګړې ته نه دي ستانه شوي؛ بلکې ښارونو کې مېشت شوي او له سولې بهیر سره یې په انفرادي ډول د یو ځای کیدو لېوالتیا ښودلې ده .
سولې ته د جګړې ځواب
د اختریز اوربند له پای ته رسیدو سره سم په ډېره لږه موده کې له مختلفو سیمو څخه پر افغان ځواکونو، چې دوی لا هم د ولسمشر په امر لس ورځې نور یو اړخیز اوربند ته دوام ورکاوه، د درنو بریدونو او تلفاتو خبرونه خپاره شول .
په دې اړه مختلف غبرګونونه رامنځته شول، ځیني طالبان د سولې وړ ونه ګڼل او ویې ویل دوی حکومت د سولې په وعدو غولوي او د جګړې شدت ته تیاری نیسي، د ځینو نورو نظر دا و، چې طالبانو له دې عمل سره سولې ته خپله نه لېوالتیا وښوده او ځینو باور درلود، چې پاکستان د سولې په برخه کې د بېساري طبیعي پرمختګ د ځپلو لپاره د جګړې شدت ته زور ورکړی .
په دې نظرونو کې وروستی نظر ډېر معقول بریښي او طبیعي ده، چې سولې ته په جګړې ځواب ویل د سولې هڅې ټکنۍ کولای شي .
له دې سره څه چې د افغان حکومت له لورې وشول، مناسب او له زغمه ډک غبرګون و . حکومت نه یوازې دا چې د طالبانو په نوم د ډېرو شویو بریدونو په اړه قهرجن او غچ اخیستونکي ځوابونه ورنه کړل؛ بلکې د سولې لپاره یې د ولسي غوښتنو او فشارونو پر وړاندې غوره دریځ ونیوه.
افغان ولسمشر اشرف غني، چې له هلمند څخه د سولې او اوربند په غوښتنه راغلي کاروان ورسره په ارګ کې د لیدنې غوښتنه رد کړې وه، خپله د کابل عیدګاه جومات ته د دغه کاروان لیدو ته ورغی او د غړو توندې او له قهره ډکې څرګندونې یې په حوصله واوریدې .
د سولې له کاروان سره د ولسمشر غني لیدنه؛

ښاغلي غني تردې حده غوره اخلاقي چلند وکړ، چې د سولې کاروان غړو په یو ډول د ده استقلالیت تر پوښتنې لاندې راوست او ورته یې وویل، چې که خپلواک وي، چا ته دې له ټلیفون کولو پرته همدلته له دوی سره د یو کلن اوربند ژمنه وکړي .
ولسمشر دوی ته د دغه اوربند ژمنه او طالبانو ته په نظام کې د ځای ورکولو ډاډ ورکړ، خو شرط یې دا و، چې طالبان که هرچېرته غواړي ده سره دې مستقیمو خبرو ته کیني او د یو کلن اوربند شرط دې ومني .
پایله به څه وي؟
د سولې او جګړې د کشمکشونو د پایلې وړاندوینه په هرځای؛ بالخصوص په افغانستان غوندې هېواد کې چې دا نسل یې تقریباً ټول په جګړه کې پیدا شوی او لوی شوی، خو د سولې سخت لېواله دی، خورا سخته ده .
ځکه له یوې خوا د سیمې نیږدې ټول استخباراتي جریانونه په دې جګړه کې خپل خیرویني او له بلې خوا ملت تقریباً په مطلق اکثریت سره د سولې لېواله دی .
په دې حالت کې دواړو لوریو د لوبې ګټلو لپاره لکه چې لیدل کیږي، خپل ټول قوت په کار اچولی دی .
په دې برخه کې تر هر چا ډېر موثر او د لوبې ګټلو لپاره مرستندوی رول وسله وال طالبان لرلای شي، دا ډله چې طبعاً اول لاس رهبري یې یا په جګړه کې خپله ګټه ویني،یا جګړې ته د پاکستان لخوا پوره مجبور او یا بل هر دلیل چې وي، جګړه غواړي خو د اول لاس جنګیالیو ترڅنګ یې که دویمه درجه مشران او نور کسان، چې د پاکستان له مستقیمو اغېزو او انحصار څخه خوندي دي، د سولې لپاره د زړه له تله اراده وکړي، دا لوبه د سولې په ګټه تمامیدای شي .
په دې برخه کې غوره ده، چې حکومت، د سولې فعالان او ولس ټول له خپلو ټولو امکاناتو څخه سولې ته د هغو طالب قومندانانو د راضي کولو لپاره کار واخلي، چې په افغانستان کې دننه د جګړې رهبري ورسره ده .
دوی که وکړای شي له سولې بهیر سره یو لاس شي، د طالب جنګیالیو اړیکه له پاکستان مېشتو مشرانو سره یې پرې کیدای او دوی له افغان حکومت سره د طالبانو د واقعي رهبرۍ له ادرسه د سولې ریښتیني او مستقل مذاکرات کولای شي .