ټولنیز ژوند خواړه روغه سټه

د سهار چای ګټې؛ هغوی چې یې نه کوي، ډیر غوسه او په ګڼو ناروغیو اخته کیږي

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

موږ او تاسو په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو چې خپله روغتیا او خوړو ته مو پام کول یو اضافي کار راته ښکاري، په تیره بیا د سهار له خوا خوراک ته مو د بیلابیلو مصرفیونو له امله پام نه وي. د سهار له خوا ځينې خلک په پټو کې کار کوي، یو شمیر دفترونو ته پر لاره وي، زده کونکي په ښوونځیو کې وي دا او دې ته ورته مسایلو د سهار خوراک رانه هیر کړی وي.

که تر ننه مو د سهارنۍ خوړو ته پام نه وي کړی له دې لیکنې لوسلتو وروسته د خپل او هم د کورنیو د غړو پاملرنه د سهار چای ته واړوئ.

دلته درته د سهارنۍ د خوړلو په اړه ځینې معلومات وړاندې کوو راسره یې ولولئ:
د ګهیز له خوا سهارنۍ ناشته یا خوراک کول په بدن کې د ګټورو موادو د جذب تر ټولو ښه وخت دی.

څیړونو ښودلې ده، هغه کسان چې د سهار چای په منظم ډول څښي په حقیقت کې د روغتیا له پلوه تر هغو ښه دي چې سهارنۍ په منظم ډول نه خوري.

د سهارنۍ خوړل بیا په تیره د ماشومان لپاره ډیره ضروري ده. هغه ماشومان چې سهارنۍ خوري، ډیر ځیرکه وي، درسونه او نوي مسایل ښه زده کوي، همدارنګه د درس په وخت کې د ستړیا احساس نه کوي.

کچیرې ورځ مو په یوې ښې سهارنۍ پیل کړئ ټوله ورځ به د خوښۍ احساس وکړئ همدارنګه به له انرژي ډک فعالیت ولرئ.

د منظمې سهارنۍ خوړل درسره مرسته کوي چې په بدن کې مو انرژي لرونکي مواد د ۱۰ ساعتونو لپاره په طبیعي ډول پاتې شي.

د سهارنۍ خوړل د اشتها د کنټرول سبب کیږي چې د خوږو خوړو د نه خوړل کې رول لري.

سهارنۍ خوړل د شکر ناروغي او د وزن ډیریدو مخنیوی کوي.

سهارنۍ له بدن نه بې ګتې یا اضافي موادو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

که چیرې څوک سهارنۍ ونه خوري، بدن ته د ګټورو موادو د نه رسیدو له امله د ستړیا احساس کوي. بې حوصلګي او ډیره غوسه کول دا د سهارنۍ د نه خوړول نتیجه ده.

که چیر شخص سهارنۍ ونه خوري، مجبوریږي چې غرمه او ماښام ډوډۍ ډیره وخوري چې دا بیا د ډېر وزن لامل کیږي.

سهارنۍ ۲۰ سلنه انرژي وجود ته ورکوي چې په ورځني فعالیتونه ښه اغیزه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران