Advertisements
سپورټ

د سنرایزر او بنګلور لوبه؛ که بنګلور یې وبایلي، له جدي خطر سره مخامخ کیږي

د هندوستان د کورني کرکټ په مشهوره «IPL» سوداګریزو سیالیو کې نن د سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د رایزز چیلینجرز بنګلور لوبډلې سره په مهې سیالۍ کې مخ کیږي.

 د بنګلور لوبډله کې د کرکټ نړۍ پیاوړي بریدګر لوبغاړي را یوځای شوي دي، خو د دغه لوبغاړو شتون سره سره هم اوس دغه لوبډله د ستونزو سره مخ ده.

بنګلور لوبډلې د هندي لوبډلمشر «ویرات کوهلي» او د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې بریدګر لوبغاړي «ای بي ډیویلیرز» په شتون کې د خپلو ۹ ترسره کړیو لوبو څخه یوازې په ۳ لوبو کې بریاوې خپلې کړې دي، چې اوس یې مخکې تګ خورا ستونزمن شوی دی.

 دغه لوبډله باید د خپلو ۵ پاتو لوبو څخه په هره یوه کې بریا خپلې کړې، ګنې د یوې لوبې به بایللو سره هم د یولسم پړاو «آي پي ایل» سیالیو څخه یې د بهر کیدو خطر موجود دی.

 د نن شپې په سیالۍ کې د جدول د لمړۍ کرښې ګټونکې لوبډله سنرایزرز حیدر اباد د بنګلور لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ کیږي، چې په دغه سیالۍ کې د سنرایزرز لپاره بریا خپلول مخکې تګ ته یو قدم نور هم نږدې کیدل دي، خو د بنګلور لوبډلې لپاره بریا خپلول په دغه لیګ سیالیو کې د مخکې تګ هیلې ژوندۍ ساتلی شي.

د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې د خپلور ترسره کړیو ۹ سیالیو څخه په ۷ لوبو کې بریاوې خپلې کړې دي او یوازې په یوې بریا خپلولو سره دویم پړاو ته رسیدلی شي.

د سنرایزرز لوبډلې سره دوه افغان لوبغاړي هم شتون لري، چې پکې راشد خان او محمد نبي عیسی خیل شامل دي.

راشد خان په مسلسل ډول سیالیو کې د لوبیدو سره د دغه لوبډلې د مخکښ ویکټو اخیستونکو لیست کې شامل دی او که په نن سیالۍ کې دوه ویکټې ترلاسه کړي، نو د دغه لیګ سیالیو د مخکښ ویکټو اخیستونکو لمړۍ کرښې ته به ورسیږي.

په دغه سیالیو کې نه یوازې راشد خان د مخکښ ویکټ اخیستونکو په لیست کې شامل دی؛ بلکې بل ځوان افغان لوبغاړي مجیب ځدران د پنجاب لوبډلې لخوا په دغه سیالیو کې د ۱۲ ویکټو اخیستو سره څلورم مقام خپل کړی دی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی