د بالیووډ مشهوره فلمي ستورې او د ښایست پخوانۍ ملکې ایشوریا رائي د مشهور فلم جوړونکي او فلم لارښود سنجي لیلا بهنسالي په فلم کې له کارکولو څخه انکار کړی.
دا لومړی ځل نه دی چې ایشوریا د بهنسالي په فلم کې د کار کولو څخه انکار کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم د دغه فلم جوړونکي په دوو فلمونو کې د کار نه کولو له امله بخښنه غوښتې وه.
هندۍ رسنۍ وایي، ایشوریا دغه پرېکړه د خپل خاوند ابهشیک بچن لپاره کړې او غواړي د سنجي لیلا بهنسالي د فلم پر ځای د خپل خاوند سره په یوه بل فلم کې کار وکړي.
د هندۍ رسنیو د رپوټونو له مخې، د ښایست پخوانۍ ملکې وښودله چې یوه ښه مېرمنه ده نو په همدې خاطر یې د مشهور فلم جوړونکي بهنسالي په فلم کې د کار کولو انکار وکړ.
ایشوریا رائي ویلي خواشینې ده چې دغه پرېکړه کوي، خو وایي په یوه وخت کې ورته هم د سنجي لیلا بهنسالي په فلم او هم ورته د ابهشیک بچن سره یوځای په یوه فلم کې د کار کولو وړاندیز شوی.
ایشوریا زیاتوي، غواړي د بل فلم جوړونکي او لارښود انوراګ کاشیاب په فلم (ګلاب جامن) کې د خپل خاوند ابهشیک بچن سره یوځای کار وکړي.
که ابهشیک بچن او ایشوریا رائي په فلم (ګلاب جامن) کې سره یوځای راښکاره شي، نو دا به له تېرو اتو ۸ کلونو وروسته لومړی ځل وي چې دوی په مېرمن او خاوند په یوه فلم کې کار کوي.
د یادولو ده چې ایشوریا رائي تر دې وړاندې هم د مشهور فلم جوړونکي سنجي لیلا بهنسالي په نورو مشهور فلمونو پدومات او باجي راؤمستي کې د کار نه کولو له امله بخښنه غوښتې وه.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ