د سل بالیز کرکټ اتلولي او د افغان لوبغاړو لوبې

 

د انګلستان کرکټ بورډ د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۲ مه په انګلستان کې د سل توپونو سیالۍ تاسیس او پیل کړې.

دې سیالیو کې اته لوبډلې شاملې وې، چې څلورو بېلابېلو لوبډلو کې څلور افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، مجیب الرحمن او قیس احمد ولوبېدل.

هر یو افغان لوبغاړي له خپل ځان پوره وړتیاوې وښودلې او د لوبو غوره لوبغاړو جایزې یې ترلاسه کړې.

راشدخان بیا تر حذف کېدونکي پړاوه پورې له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره مل و؛ خو د برېف لوبډلې لخوا یې لوبډله په حذف کوونکې لوبه کې ماته شوه او له سیالیو بهر شوه.

د قیس احمد، مجیب الرحمن او محمدنبي دې اړوند لوبډلې د سیالیو په لومړي پړاو کې بهر شوې وې.

یعنې هر افغان لوبغاړي داسې لوبې وکړې، چې د توپ اچونې په برخه کې بې سارې وې او د خپلو لوبډلو د مالکانو زړونه یې وګټل.

قیس احمد په ټولو لوبو کې ښه و؛ خو یوه لوبه کې یې څلور وېکټې اخیستل یو ریکارډ و او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړې وه.

مجیب الرحمن هم په کمې ایکانومي خورا ښه توپ اچونه وکړه او محمد نبي بیا په توپ اچونه کې نسبت تر توپ وهنې ښه و.

راشدخان تر وروستیو پورې په توپ اچونه کې له شپږ ایکانومي بره توپ اچونه نه ده کړې او د وېکټو تعداد یې هم بد نه و.

 

حذف کوونکې لوبه د راشدخان دې ماته

د اګسټ په ۲۰ مه د جمعې په ورځ د راشدخان دې اړوند لوبډلې ټرېنټ راکېټس د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۱ توپونه ولوبول او ۹۶ منډې یې وکړې.

راشدخان په توپ وهنه کې دوه منډې وکړې.

د ساوترن برېف لوبډلې لپاره جورج ګارټن درې او ټایمل مېلز هم درې وېکټې ترلاسه کړې.

بریف لوبډلې هدف په اته شپېتم (۶۸) توپ پوره کړ او د راشدخان دې لوبډلې ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

راشدخان په ۱۵ توپونو ۲۶ منډې ورکړې او د وېکټې په اخیستلو بریالی نشو.

برېف لوبډله د دې لوبې په بري سره پایلوبې ته ولاړه.

 

د سل بالیز کرکټ پایلوبه د پال سټېرېنګ غوره کردار

په پایلوبه کې ساوترن برېف لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، پال سټېرلېنګ په ۳۶ توپونو د ۶ شپږیزو او ۲ څلوریزو پرمټ ۶۱ منډې وکړې او هدف یې تر ۱۶۹ پورې لوړ کړ.

برمېنګهم فونېکس لوبډلې په سل توپونو د ۵ وېکټو په نقصان سره ټولې ۱۳۶ منډې وکړې او لوبه ترې ساوترن برېف په ۳۲ منډو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی پال سټېرلېنګ وپېژندل شو.

دا د سل بالیز کرکټ لومړی پړاو و او د اتلولۍ اعزاز یې د ساوترن برېف لوبډلې ترلاسه کړ.

 

وروستي مطالب