م.م؛ پر دوو لوړ پوړو طالب چارواکو د سفر بنديز ولګاوه

ملګرو ملتونو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال سید احمد شهیدخیل، د نجونو د ښوووځیو او ښځو د کار پر وړاندې په خنډونو کې د دوی رول له امله، له هېواد بهر پر سفر بندیز او د شتمنۍد کنګل کېدو خبر ورکړی دی.
فرانسپرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې م.م، دوشنبه د ۱۳ طالب چارواکو د سفر د معافیت موده له دوو تر درېیو میاشتو وغځوله. خو عبدالباقي حقاني او سید احمد شهیدخیل يې تحریم کړي دي.
تر دې وداندې، د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو پر وړاندې د سختو ګامونو اخیستلو او د طالب چارواکو د سفر دبندیزونو غوښتنه کړې وه.
دغه سازمان ویلي و چې باید نړیواله ټولنه په افغانستان کې د طالبانو د چلند پر وړاندې همغږی اقدام وکړي.
همدارنګه تېره پنجشنبه د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوولې هېدر بار، په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي و، چې د طالبانو د چلند پر وړاندې د اندېښنو څرګندول کافي نه دي؛ بلکې په منظم ډول باید فشارونه پر دوی راوړل شي.
د نوموړې په وينا، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې، د بشري حقونو یو شدید بحران په ځانګړې توګه ښځو او نجونوته د رامنځته کېدو په حال کې دی.
همدارنګه یو ډېپلوماټ چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، فرانسپرېس ته ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د خبرو وروسته یوازې دوو طالب چارواکو ته د سفر بندیز وضع شوی، پداسې حال کې چې د ۱۳ نورو طالب چارواکو د سفر معافیت د ۶۰ ورځو لپاره غځېدلې او که هېڅ کوم غړی نیوکه ونکړي، دا معافیت به تر درېیو میاشتو تمدید شي.
د دغه ډېپلوماټ په وینا ځينې هېوادونه د ښځو د بشري حقونو په خاطر د ټولو معافیتونو د لغوې غوښتونکي و، خو ځينو نورو یې مخالفت وکړ.
دا پداسې حال کې ده چې طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو د مسایلو اړوند تریخ چلند غوره کړی دی.