اپریل 13, 2021

د سرې شوې غوښې یا کباب ډیر خوړل د کولمو او تریخي سرطان پیدا کوي

Advertisements

ژباړه: مریم محمدي
د سره شوې یا کباب شوې غوښه خوړل د ډیرو خلکو خوښیږي، خو له دې نه دي خبر چې د سرې شوې غوښې ډېر خوړل انسان په بیلابیلو نارغیو اخته کوي.
څیړنو ښودلې چې د سرې شوې غوښې تر ټولو لوی خطر دا دی چې د کولمو سرطان ناروغي پیدا کوي.
روغتیاپالان په دې باور دي چې د سرطان ناروغي د پیدا کیدو یو لامل همدا سره یا کباب شوې غوښه ده.
د کولمو سرطان سربیره، سره شوې غوښه د تریخي د سرطان لامل هم کیږي، چې د تریخي سرطان یو له خطرناکو سرطانونو له ډلې دی.
څیړونکي وايي، سره شوې غوښه د بیلابیلو سرطانونو سر بیره، نور ډېر خطرونه هم لري چې د بدن وازګې ډیروي او د زړه د ناروغۍ سبب هم کیږي.
څیړنو ښودلې هغه کیماوي مواد چې په لوړ حرارت د غوښې د پخولو لپاره کاریږي، د استرس، پړسوب د وینې د لوړ فشار او د بدن د مقاومت د کمیدو سبب کیږي.
همداراز ډاکتران وايي سره شوې غوښه په ښځو کې د نفرونو په بندیدو اغیزه لري چې همدا بندښت د دردونو سره سره د بې اولادۍ لامل هم کیږي .
څیړونکي همداشان وايي چې چې په لوړ حرارت د سرې غوښې، چرګ او ماهي پخول په وینه کې التهابي عکس العملونه رامنځ ته کوي چې دا په خپل وار د ناروغیو د زیاتیدو سبب هم کیږي.
ځیني خلک د سرې شوې غوښې ډیر علاقمند وي او په درې وخته خوراک کې ترې استفاده کوي، دا ښه خبره ده چې یو قیمتي خوراک دی او وس یې لرې، خو تر څنګ یې بیا پورته یادې شوې ناروغۍ هم لري.
ډاکټران هم تل لارښوونکي کوي چې له غوښې کمه استفاده وکړئ، ځکه د بیلابیلو ناروغیو لامل کیدای شي.
د ډاکټرانو په وینا؛ له سبزیو او میوجاتو ډیره استفاده باید وکړئ ځکه دا وجود ته ګټه لري او جدي خطر نه شي متوجه کولی. ددې تر څنګ د ډیر لګښت او مصرف مخه مو نیسي. او که مبالغه یې ونه بولو، وطن ته به یې ګټه دا وي چې زموږ د بزګرانو کار به هم روان شي، ځکه څومره چې سبزي ډیره مصرف شي، هماغومره زموږ په تولید او عمومي اقتصادي مثبت اغیز لرلی شي.

وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ