د سریلنکا په مخ کې افریقايي سپینر دیوال جوړ شو 

 په سریلنکا کې د کوربه لوبډلې سریلنکا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د لمړنۍ سیالۍ وروسته دویمه لوبه هم پرون پیل شوې ده، چې پکې د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې سپین بالر کیشاو مهراجا د سریلنکا لوبډلې ته سر خوږی جوړ شو.

 په سیالۍ کې سریلنکا لوبډلې د لمړنیو درې لوبغاړو ګونتلیکا، کورانا راتاني او ډیسیلوا د نیمه سیلیزو جوړولو وروسته نورو لوبغاړو ته د زیاتو منډو جوړول موقع نه ده ورکړل شوې.

کوربه سریلنکا لوبډلې په لمړۍ ورځ د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۷ منډې جوړې کړې دي، چې پکې کیشاو مهراجا د سریلنکا ۸ لوبغاړي سوځولي دي.

 کیشاو مهراجا د تبریز شمسي پر ځای په لوبډله کې شامل شوی دی، چې په سیالۍ کې د خپل ټیسټ کرکټ بهترینه سپیل جاري ساتلی دی.

نوموړي د جنوبي افریقا لوبډلې په ګټه د سریلنکا خلاف په روانه سیالۍ کې ۳۲ اورونه ترسره کړي دي، چې پکې یې ۸ میډن پای ته رسولي دي او ۱۱۶ منډې ورکړې دي.

 تبریز شمسي د ټیسټ سیالیو د لړۍ د لمړۍ لوبې وروسته د شخصي ستونزې لکه کبله بیرته هېواد ته ستون شوی دی او پرځای یې اوس دغه لوبغاړي ته موقع ورکړل شوې ده.

په لمړنۍ سیالۍ کې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې د جنوبي افریقا خلاف په ستر توپیر سره بریا خپله کړې وه او د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ سیالي د روانې جولایي میاشتې په ۲۰ مه نیټه پرون د جمعې په ورځ پیل شوې ده، چې د راتلونکې سې شنبې ورځ پورې به دوام وکړي.