د سریلانکا له نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې ۱۷ کلن لوبغاړي ماتېش پتېرانا د جنوري په ۱۹مه د نولس کلنو نړیوال جام پر مهال ۱۷۵ کيلو متره په سرعت سره توپ غورځولی، چې د نړۍ په کچه یې د ستر یا زیات سرعت توپ اچونې ریکارډ جوړ کړ.
هغه د هندوستان ۱۹ کلنو لوبډلې خلاف توپ ترسره کړ، چې وایډ توپ و او د کیڼلاسي توپوهونکي شا ته تېر شو.
لوبڅار وایډ ورکړ، خو کله چې د بال د سرعت معلوونکې الې دا سپيډ راواخیست، نو ولیدل شول، چې دغه توپ په ۱۷۵ کیلو متره سپيډ سره ترسره شوی و.
د پتېرانا دا توپ اچونه د کرکټ په نړۍ کې یو نوی ریکارډ شو، چې ښایي ماتول یې ډېر کلونه ونیسي.
ماتیشا پتېرانا ۱۷ کاله وروسته د پاکستان چټک بالر شعیب اختر ریکارډ مات کړ.
شعیب اختر ۲۰۰۳ م کې ۱۶۱ اعشاریه ۳ کیلو متره پر ساعت سپیډ سره توپ اچونه کړې وه.
شعیب اختر دا توپ د ۲۰۰۳م د اکټوبر په ۲۲مه د انګلستان خلاف په نړیوال جام کې ترسره کړی و.
هغه دغه توپ په سویلي افریقا کې ترسره کړی و.
برېټلي ۲۰۰۵م کې د نیوزیلېنډ خلاف ۱۶۱ اعشاریه یو سرعت سره توپ غورځولی و.
اسټرالیایي شېن ټایټ په ۲۰۱۰م کال د انګلستان په لارډز لوبغالي کې د انګلستان خلاف د جولای په ۳ مه ۱۶۱ اعشاریه ۱ سپیډ ویشتی و.
جېف تامسن اسټرالیایي بالر په ۱۹۷۸م کې د هند خلاف ۱۶۰ اعشاریه ۶ سپیډ ویشتی و.
ویسټ انډیزي انډي رابرټس ۱۹۷۵م د اسټرالیا خلاف ۱۵۹ اعشاریه ۵ سپيډ ویشتی و.
د اوس لپاره سریلانکایی ۱۷ کلن بالر تر ټولو بالرانو زیات سرعت کې مخکې شو او ۱۷۵ کیلو پر ساعت سپيډ یې وویشت.
بل پلو بیا د کرکټ ماهرینو ویلي، چې ښایي د سپيډ چېک ماشین تېروتی وي او په دغه توپ اوس لپاره څېړنه روانه ده.
پتېرانا د ملېنګا په څېر سټایل لري او په ښي لاس چټکه توپ اچونه کوي.
ولسمشر غني: پاکستان باید افغانانو ته خپله ریښتینولي ثابته کړي
Advertisements ولسمشر غني نن د امن او ثبات کنفرانس په پای کې ددغه کنفرانس له ګډونوالو سره کتلي دي او له دوی سره یې پر افغان سوله او ثبات خبرې کړې دي. ولسمشر غني ټینګار ... نور ولولئ