د سریلانکا لوبډله له انګلستان څخه خالي لاس رخصت شوه

 

د سریلانکا لوبډلې د جون په ۲۳ مه انګلستان ته د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی و.

دا سفر د یکشنبې په ورځ د جولای په ۴ مه پای ته ورسېد.

درې شل اوریزې لوبې د جون په ۲۶ مه درې د صفر پر وړاندې انګلستان وګټلې او په دې سیریز کې یې سریلانکا کلین سویپ کړه.

د یو ورځنیو لوبو پیل هم د جون په ۲۹ مه وشو، لومړۍ یو ورځنۍ لوبه انګلستان په ۵ وېکټو وګټله او د  لوبې غوره لوبغاړی کرېس ووکس وپېژندل شو، هغه په دې لوبه کې په لس اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې پنځه اورونه یې مېډن کړل او څلور وېکټې یې واخیستې.

دویمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په لومړۍ نېټه انګلستان په ۸ وېکټو وګټله، په دې لوبه کې سام کرن د لوبې غوره لوبغاړی شو، هغه په لس اورونو کې یو مېډن کړ، ۴۸ منډې یې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخیستې.

سریلانکا ۲۴۱ منډې کړې.

انګلستان دا هدف د دوه وېکټو په نقصان سره د جېسن رای د ۶۰ منډو، د جاني بېرسټو د ۲۹ منډو، د جو روټ د ۶۸ ناسوځېدلو منډو او د اېوېن مورګن د ۷۵ ناسوځېدلو منډو پرمټ پوره کړ او سریلانکا یې په اته وېکټو ماته کړه.

وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د جولای په څلورمه په برېسټول سیمه کې په پام کې وه؛ خو شدید باران دا لوبه لغوه کړه او بالاخره سیریز دوه د صفر پر وړاندې انګلستان وګاټه.

سریلانکا د انګلستان لخوا په یو ورځنیو لوبو لړۍ کې وایټ واش شوه، ځکه یوه لوبه باران لغوه یا کېنسل کړه.

د سریلانکا راتلونکې لوبې او د ماتېدو امکان یې

د جولای په دیارلسمه سریلانکا له هند سره د یو ورځنیو لوبو پیل کوي، د هند لوبډله به سریلانکا ته ځې او هلته به خپل تمرینات ترسره کړي.

له دې وروسته د جولای په ۲۱ مه دواړه لوبډلې شل اوریزې لوبې هم لري.

دواړه لوبډلې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې لري.

افغانستان سره د سریلانکا لوبې د جولای او اګسټ میاشت کې ترتیب شوې وې او لا یې په اړه ډاډه معلومات نشته، چې د سریلانکا په کوربتوب به دا لوبې ترسره شي او کنه.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې پلان شوې وې.

 

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ