د سریلانکا د نړۍ هغه لوبډله ده، چې تر ټولو زیاتې یو ورځنیو لوبو بایللو ریکارډ یې جوړ کړ

 

د سریلانکا له کرکټ لوبډلې چې دېلشن، ملېنګا، سنګاکارا، جایاوردنه تللي دي، نور دې لوبډلې ښه ورځ نه ده لېدلې او زیاتره لوبې یې بایللي دي.

دې لوبډلې په جون میاشت کې له انګلستان څخه ماتې وخوړې او اوس یې د هند خلاف هم لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په ستر توپیر وبایلله.

سریلانکا د هند پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې په ۵۰ اورونو کې د ۹ وېکټو په نقصان سره ۲۶۲ منډې وکړې.

د هند لپاره دوه وېکټې ډیپک چهر، دوه وېکټې چهل او دوه وېکټې کولډیپ یداف ترلاسه کړې.

هند یاد هدف د ۳ وېکټو په نقصان سره د شېکر دوان د ۸۶ ناسوځېدلو منډو، د پرېتوي شاو د ۴۳ منډو، د اېشن کېشن د ۵۹ منډو، د منېش پانډی د ۲۶ منډو، د سوریا کومار یداف د ۳۱ ناسوځېدلو منډو پرمټ په ۳۶ اعشاریه ۴ اورونو کې پوره کړ او سریلانکا ته یې په ۷ وېکټو او ۲۳ اورونو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی پرېتوي شاو وپېژندل شو؛ هغه په ۲۴ توپونو ۴۳ چټکې منډې وکړې او لوبډلې ته یې ښه سټارټ ورکړ.

دواړه لوبډلې دویمه یو ورځنۍ لوبه د سه شنبې په ماسپښين دوه پیلوي.

 

سریلانکا ۴۲۹ مه یو ورځنۍ لوبه هم وبایلله او د نړۍ په کچه بایللو کې مخکښه شوه

د سریلانکا لوبډلې تر دې وړاندې ۴۲۸ یو ورځنۍ لوبې بایللې وې؛ خو اوس ۴۲۹ مه لوبه د هندوستان پر وړاندې وبایلله.

سریلانکا د زیاتو لوبو بایللو کې د هندوستان ریکارډ هم مات کړ.

سریلانکا ۴۲۹ لوبې بایللي، هندوستان ۴۲۷ لوبې بایللي، پاکستان ۴۱۴ لوبې بایللي او ویسټ انډیز ۳۸۴ یو ورځنۍ لوبې بایللي دي.

یعنې له ۱۹۷۵ راهیسې چې یو ورځنۍ لوبې پیل شوي؛ نو دې لوبډلې دا شمېر لوبې بایللي، چې سریلانکا په بایلاتو کې له ټولو لوبډلو مخکې شوه.

زِمبابوې ۳۷۵ یو ورځنۍ لوبې بایللي دي.

 

 

وروستي مطالب