د سریلانکا درې لوبغاړو باندې بندیز ولګېدی

کوسال مېنډس، نورېشن ډېکوېلا او ګوناتیلکا باندې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته د نه ژمنتیا له امله بندیز ولګېد.

دوی درې واړه نه شي کولای چې د انګلستان پر وړاندې په درې یو ورځنیو لوبو کې ولوبېږي.

دا درې واړه لوبغاړي د انګلستان په دورهم سیمه کې وو او ډېر ژربه سریلانکا ته واپس کړل شي.

په یوه ویډیو کې کوسال مېنډس او ډېکوېلا ښکاري چې سګرټ ډکوي او د خپل اوسېدو ځای څخه بهر راوتلي دي.

بایو ببل بریچ

بایو ببل بریچ، د کرونا پر وړاندې د خوندیتوب لارو چارو څخه د سرغړونې په معنا ده.

دا اصطلاح زیاتره وخت په هغو وختونو کې کاریږي، چې کله چې لوبغاړي له اصولو څخه سرغړونه وکړي او د کورونا وایروس اړوند لارښوونې تعقیب او مراعت نه کړي.

بایو سیکیور ببل ته ببل هم وایي د لوبو لپاره دا برخه ترتیب شوې ده، دا د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې رامنځته شوه، چې د کرونا ویروس څخه لوبغاړي ځان وساتي.

د ببل پر وخت لوبغاړي یواځې د بندو دروازو ترشا لوبې کوي او کله چې لوبه خلاصه شي بیا لوبغاړي باید د خپلو اوسېدو ځایونو یا هوټل ته ولاړ شي، بنډارونه ونه کړي، بهر ونه ووځي او اصول مراعت کړي.

خو د سریلانکا لوبغاړي بهر وتلي دي او په نیمه شپه کې د ډک سګرټ څکولو هڅه کوي.

هغه ویډیو چې د سریلانکایي لوبغاړو څخه شوې ده، پکې مېنډس سګرټ راباسي او ډېکوېلا متوجه کېږي، چې یوڅوک یې تعقیبوي؛ نو بیا دواړه راپورته کېږي.

دا ویډیو په انټرنېت وایرل شوې ده او له دوی سره پیلیز توپوهونکی دنوشکا ګوناتیلکا هم لیدل شوی دی.

د انګلستان او سریلانکا یو ورځنۍ لوبې او د سریلانکا د پاتې راتللو لپاره ستره موقع

د سریلانکا لوبډله په شل اوریزه لوبلړۍ کې درې د صفر پر وړاندې ماته شوه او په دې وجه ترې د کرکټ مینوال ناراضه شول.

د سریلانکا د کرکټ مینوالو ویلي چې نور خپله لوبډله په تلویزیون نه ګوري او هم لوبغاړي په ټولنیزو رسنیو نه تعقیبوي.

اوس د سریلانکا له لوبډلې درې تکړه لوبغاړي د یو ورځنیو لوبو په لړ کې بهر شول؛ نو دا لوبډله لا له سختو ستونزو سره مخ کېدای شي.

بل پلو تکړه توپوهونکی اوېشکا فرنېنډو هم د ټپ له امله له لوبو بهر شوی دی.

نو په یو وخت کې له یوې لوبډلې د څلورو تکړه لوبغاړو لېرې کېدل د لوبډلې ملا ماتوي.

که چېرته اوس انګلستان یو ورځنۍ لوبې په لوړ توپیر وګټي، نو دا لوبډله به له زِمبابوې څخه هم په کمزوري موقف کې راڅرګنده شي او د کرکټ په نړۍ کې به خورا ولوېږي.

دواړه لوبډلې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ د سه شنبې په ماسپښین دوه نیمې بجې پیلوي.