د سترو لوبغاړو په شتون کې د ویسټ انډیز لوبډله د افریقا لخوا ماته شوه 

د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې د جون په لسمه ویسټ انډیز ته د دوو ټېسټ او پنځه شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی و.

دواړه ټېسټ لوبې د جون تر ۲۲ مې نېټې سویلي افریقا وګټلې او د شل اوریزو لوبو لړۍ یې د جون په ۲۶ مه پیل کړه.

لومړۍ شل اوریزه لوبه ویسټ انډیز په ۸ وېکټو وګټله د لوبې غوره لوبغاړی ایوین لیویس وپېژندل شو، هغه په ۳۵ توپونو ۷۱ منډې کړې وې.

دویمه شل اوریزه لوبه د جون په ۲۷ مه ترسره شوه، چې سویلي افریقا په ۱۶ منډو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی جورج لېنډا وپېژندل شو، هغه ۴ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې وې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې وې.

درېیمه شل اوریزه لوبه د جون په ۲۹ مه ترسره شوه، چې سویلي افریقا په یوه منډو وګټله، د دې لوبې غوره لوبغاړی تبریز شمسي وپېژندل شو، هغه په ۱۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او دوه ویسټ انډیزي لوبغاړي یې وسوځول.

څلورمه شل اوریزه لوبه د جون په ۳۰ مه وشوه، چې ویسټ انډیز په ۲۱ منډو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی کېرن پولارډ وپېژندل شو؛ هغه په ۲۵ توپونو ۵۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

او پنځمه شل اوریزه لوبه د جولای په ۳ یمه ترسره شوه، چې سویلي افریقا په ۲۵ منډو وګټله.

په وروستۍ لوبه کې سویلي افریقا لپاره کوېنټن ډیکاک او اېدن مرکرم تر سلو منډو زیاته ملګرتیا وکړه او دا په تېرو لسو کلونو کې د جېکس کېلېس او ګرېم سمېت د ۷۳ منډو ملګرتیا ریکارډ ماتېدل وو.

جېکس کېلېس او ګرېم سمېت په ۲۰۱۰ کې په دویمه وېکټ ۷۳ منډې ملګرتیا کړې وه.

سویلي افریقا د ویسټ انډیز پر وړاندې پنځمه شل اوریزه لوبه کې د کوېنټن ډیکاک د ۶۰ منډو او د اېدن مرکرم د ۷۰ منډو په مرسته د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډې وکړې او ویسټ انډیز ته یې ۱۶۹ منډې هدف ورکړ.

د ویسټ انډیز لپاره فېډل ایډوارډ په ۳ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخیستې.

د ویسټ انډیز د توپوهنې لاین اپ کې یواځې ایوین لیویس ۵۲ منډې وکړې، لېنډل سېمونس په ۳ منډو، کرېس ګېل په ۱۱ منډو، شېمرن هېټمېر په ۳۳ منډو، کېرن پولارډ په ۱۳ منډو، انډری رسل په صفر، نیکولاس پوران په ۲۰ منډو، ډوېن براوو په یوه منډه، اکیل حسین دوه منډې ناټ اوټ، اوبېډ مکای په یوه منډه او فېډل ایډوارډ کومه منډه جوړه نه کړه.

په شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۳ منډې وکړې او لوبه ترې افریقا په ۲۵ منډو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی اېدن مرکرم او د ټول سیریز غوره لوبغاړی تبریز شمسي وپېژندل شو.

د ویسټ انډیز راتلونکې لوبې

د جولای په لسمه په ویسټ انډیز کې اسټرالیا له ویسټ انډیز سره پنځه شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې پیلوي.

د اسټرالیا سفر به د جولای په ۲۵ مه پای ته ورسېږي.

پاکستان له ویسټ انډیز سره د ویسټ انډیز په کوربتوب د جولای په ۲۷ مه د ۵ شل اوریزو او د دوو ټېسټ لوبو لړۍ پیلوي.

دا لوبې د اګسټ په شلمه پای ته رسېږي.

ورپسې د انګلستان لوبډله ویسټ انډیز ته سفر لري، خو دا سفر له شل اوریز جام وروسته د ۲۰۲۲ کال د جنوري په میاشت کې دی.

دی سیریز کې دوه ټېسټ او پنځه شل اوریزې لوبې دي.