د سبو او مېوو دغه برخې لرې مه  غورځوئ

ژباړه: عایشه حیدري

مېوې او سابه د ودې پر مهال بېلابېلو عناصرو سره مخ کېږي او دا د دې لامل کېږي چې د خوراک وړ ګټور او ځانګړي مواد پکې راټول شي.

د مشرق د راپور پر بنسټ، که تاسو هم د مېوې د غوڅولو، ټوټه کولو او پوست کولو پر مهال د مېوې ډېره برخه له پوستکي سره لرې غورځوئ، نو باید پوه شئ چې د مېوو په دغو برخو کې ډېر ګټور مواد شته چې باید لرې و نه غورځول شي.

په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته ځینې دغه مېوې او سابه در وپېژنو زموږ ملتیا وکړئ.

لومړی: د مرکباتو پوټکی

کېدای شي تر اوسه په دې نه یاست پوه شوي چې د مرکباتو (لېمو، نارنج، مالټې، کېنو…)پوټکي له پټو مغذي موادو څخه ډک خواړه دي. مرکبات په خپل پوټکي کې د دغو مېوو د دننه په پرتله پینځه برابره ډېر ویټامین C لري.

د دې سربېره چې د دغو مېوو پوټکی له مغذي موادو او ویټامينونو د بېلګې په ډول ریبوفلاوين، تیمینف نیاسین، فولات، B6 ويټامين ، B5 ويټامين، E ويټامين ، کلسیم، اوسپنې، پوټاشیم، زېنک او منیزیم څخه ډک دی، تاسو کولای شئ چې د مرکباتو پوټکی له مستو، پنیر، چای، قهوه او یا غلو سره وخورئ.

۲: د کیلې پوټکی

د کیلې پوټکی د ټریپټوفان غوره سرچینه ده، د ژور خپګان د رامنځته کېدو څخه مخنیوی کوي او د ژور خپګان نښې له منځه وړي او یا یې کموي. تاسو کولای شئ د کیلې پوټکي د کېک په پوډر، کولچو او ان په سوپ کې وکاروئ.

تاسو کولای شئ د کیلې له پوټکي څخه د کیلې سرکه هم جوړه کړئ او د سلاد او سبو په توګه یې په خپلو خوړو کې وکاروئ.

درېیم: د هندواڼې پوټکی

د دغې مېوې پوټکی له سیټرولینین او امينو اسيد یوه ښه سرچینه ده او په بدن کې په ارژنین بدلېږي او د وينې په خوځښت، د وينې د جریان په زیاتېدو، د قلب د روغتیا په ساتنه، د بدن د محافظتي سیسټم په لوړاوي او د ستړيا په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

څلورم: د بادرنګ پاڼې

د بادرنګ د داخلي برخې په پرتله د بادرنګ پاڼې د کلوروفيل غوره سرچینه ده.

کلوروفيل بوټو ته شين رنګ ورکوي. کلوروفيل د منیزیم غوره سرچینه هم ده او د وينې فشار تنظیموي او د هډوکو او عضلاتو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

په کلوروفيل کې په ډېره کچه پوتاشيم شته چې د ويني د فشار په برابر ساتلو کې مرسته کوي او د بدن جوړښت تنظيموي.

همدارنګه د هډوکو د پوده والي مخنیوی کوي. د بادرنګ پاڼه د K ويټامين یوه غوره سرچینه ده چې د بادرنګ له پوټکی پرته د بادرنګ په نورو برخو کې نه شته، دغه ويټامين د هډوکو روغتیا ته ډېره ګټه لري.

پنځم: د پیاز پوټکی

د پیاز منځنی پوټکی د کويرسیتین او فلاوونویدونو غوره سرچینه ده.

د پیاز په پوستکي کې شته فیبر د زړه عروقي ناروغۍ، د کولمو هضمي سیسټم ستونزې، د لويو کولمو سرطان، د وينې قند او ډېر وزن په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

نو له همدې امله د پیازو د پوټکي دغه برخه روغتیا ته ډېره ګټه لري او باید لرې و نه غورځول شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي