افغانستان سپورټ کرکټ

د زیمبابې او سریلانکا سره د افغان لوبډلي لوبي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

ټاکل شوې وه افغان کرکیټ ملي لوبډله په تیره مې او روانه جون میاشت کي د زیمبابې او سریلانکا کرکیټ ملي لوبډلو سره په جلا جلا ډول شل آوریزه او یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي، خو د کرونا ویروس له امله د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د افغانستان د کرکیټ بورډ اجراییه رییس د پنجشنبې په ورځ وویل، چي کرونا ویروس د نورو هیوادونو ترڅنګ د افغان کرکیټ ملي لوبډلي ټولي چاري هم په ټپه درولي.

ستانکزي زیاته کړه:

«له نېکه مرغه باید ووایم چې موږ به راتلونکې اونۍ د لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پیل کړو چې د کرکټ له نړیوالې شورا او روغتیایي بنسټونو سره مو همغږي کړې ده چې د اسیا جام او نړیوال شل اوریز جام لپاره د افغان لوبډلې د چمتووالي برخه ده او دغه راز د سریلانکا او زمبابوې لوبډلو سره لوبې چې ټاکل شوې وه په مۍ او جون میاشتو کې ترسره شي؛ وځنډېدې.»

دا لا نده معلومه، چي د زیمبابې او سریلانکا سره به د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لوبي څه وخت ترسره شي، خو د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

افغان کرکیټ ملي لوبډلي د زیمبابې سره ۵ شل آوریزه لوبي د سریلانکا په کوربتوب ترسره کولې.

همدارنګه افغان الف لوبډلي د سریلانکا الف لوبډلي سره ۴ شل آوریزه او ۴ بیا یو ورځنۍ لوبي ترسره کولې.

د راپورونو له مخي افغان کرکیټ ملي لوبډله له اوږده ځنډه وروسته یو ځلي بیا په روانه جون میاشت کي تمرینونه پيلوي.

کرکیټ بورډ د تیري سې شنبې په ورځ یوې ناستي کي وویل، چي دا تمریناتي کمپ د کابل په کرکټ لوبغالي کي د عامي روغتیا وزارت له سپارښتنونو او اُصولو په پام کي نیولو سره ترسره کیږي.

له کله چې کرونا ویروس په نړۍ کي په زیاته کچه خپور شو، ټولې ورزشي لوبې یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې.

د کرکټ ټول سریزونه او لیګونه لغوه شول.

خو اوس یو ځلې بیا ورزشي سیالۍ کرار کرار په لوبغالو کې له مینه‌والو پرته پيلېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ