Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د زیمبابوې مخکښ لوبغاړي مسکدزا له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه.

لیکنه : عبدالله عادل

همیلټن مسکدزا خپله وروستۍ نړیواله لوبه تېره شپه د افغانستان خلاف په درې اړخیزه لوبلړۍ کي ترسره کړه مسکدزا په خپلي دا وروستۍ لوبه کي کارنامه وکړه .

نوموړي د خپلي لوبډلي په ګټه پنځوسیزه جوړه کړه د کومي په مرسته چي زیمبابوې افغانستان ته تاریخي ماته ورکړه تاریخي ورته ځکه وایو چي دا لومړی ځل وو چي زیمبابوې افغانستان ته په شل اوریزه لوبه کي ماته ورکړه.

۳۶ کلن مسکدزا په دغه لوبه کي په ۴۲ توپونو ۷۱ چټکي منډي جوړي کړې او په مټ یې زیمبابوې د افغانستان له لوري ټاکل سوی د ۱۵۶ منډو هدف پوره کړ.

مسکدزا د خپلي دغه لوبي په اړه ویلي :

” دا ډېره ځانګړې وه ، د لوبډلي مشري کول او لوبه ګټل ډېره ځانګړي وه او دا بیا خاص زما په وروستۍ لوبه کي او همدارنګه افغانستان د لومړي ځل لپاره ماتول ځانګړي وه. “

مسکدزا له ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه د خپل هیواد لپاره ۳۸ ټسټ لوبي ، ۲۰۹ یو روځنۍ لوبي او ۶۶ شل اوریزه لوبي ترسره کړي وې. نوموړي ددې میاشتي په سر کي اعلان کړه چي د درې اړخیزه لوبلړۍ په وروستۍ کي به له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړي هغه همداسي وکړه او په خپله وروستۍ لوبه کي د هغه د لقب (مدهارا ) سره لوبي ته داخل سو او لوبډلي یې د هغه مخه ښه وکړه او کله چي لوبه خلاصه سوه بیا هم افغان لوبغاړو او د زیمبابوې لوبډلي د هغه سره په ښه ډول مخه ښه وکړه.

”دا یو ځانګړی احساس وو چي د لوبډلو لوبغاړو زما د احترام لپاره کوم کار وکړ ما په تګ سره ډېر احساسات ترلاسه کړه خو په پای کي زه خوشحاله یم چي ما د لوبډلي لپاره ډېر هغه څه وکړه چي زما څخه یې غوښتنه درلوده ، دوی مي یو داسي ښه مقام ته ورسول چي افغانستان په بریا وننګوي نن زه ډېر ډاډه یم. “

”زما لپاره چي کومه دروازه تړل کیږي دا دروازه د یو بل لوبغاړي لپاره خلاصیږي او موږ ډېر په زړه پوري لوبغاړي پيدا کړي په خاص ډول د اُپنینګ د ځای لپاره. “

په یو انعکاسي حالت کي هغه له خپلي لوبډلي له لوبغاړو او خپلي کورنۍ څخه مننه وکړه چي نوموړی یې تشویق کړی دی.

په ۱۶۶۲ منډو سره مسکدزا په شل اوریزو لوبو کي د زیمبابوې ډیري منډي جوړونکی لوبغاړی دی او دا به د زیمبابوې لپاره یوه لویه تشه وي چي ډکه یې کړي لیکن هغه د خپل هیواد د نویو استعدادونو په اړه خوشبینه دی.

”دا د یو چا لپاره موقع ده چي دا مسوليت واخلي او خپل لاسونه پورته کړي. “

مسکدزاد په خپل لوبیز ژوند کي د زیمبابوې لپاره خورا په زړه پوري لوبي نندارې ته وړاندي کړي دي او د کرکټ په نړۍ کي دا مهال یوه پېژندل سوې څېره وه.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی